
د ایکنا راپور له مخې، د اسلامی کلتور او اړیکو سازمان اطلاع رسوونکې ویبپاڼې نه په نقل، د پاکستان هنرونو ملي شورا په مرکز (PNCA) کښې د اسلام آباد ښاروالي له اړخه د مسلمانانو ملتونو افطاري کلتوری رسمونو او آداب جشنوزمه لومړي ځل پيل شوه.
 دا کلتوری جشنوزمه د ایرانی افطار دسترخوان او ښکلې خوراکونو معرفي کولو او همدارنګه د ایرانی دستکارۍ وړاندې کولو لپاره يو ښه فرصت وو.
 په پاکستان کښې د ایران کلتوری سازمان هم په دې جشنوزمه کښې په خپله غرفه کښې ایرانی خوراکونه افطار لپاره او د نندارې لپاره یی ځنې دستکارۍ او د ایران سیل لپاره د ایرانیانو رسمونه او آداب معرفي کړل.
 په دې جشنوزمه کښې د ایران سره نور اسلامی هیوادونه لکه تاجیکستان او ترکی هم شتون لرلو.
 په دې جشنوزمه کښې د ایران له غرفې نه ښه استقبال وشو او ګډون کوونکو له اړخه د جشنوزمه تر ټولو زیات کتلې شوي غرفې نه وو.
 په پاکستان کښې د ایران کلتوری سازمان مشر محمد رضا کاکا د دې جشنوزمه په اړه وویل: په دې جشنوزمه کښې د افطار په وخت ایرانی خوراکونه او دستکارۍ وړاندې شوي وو. 
 http://iqna.ir/fa/news/3720018