د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، هغه وویل تر هغه وخته چې ایران اټومی موافقې ته پاې بند دی فرانسه هم ورته پاې بنده ده .
په ملګروملتونو کښې دفرانسې استازی فرانسوا دولاتر په دې خبرې سره چې د ملګروملتونو امنیت شورا څوځله په عربستان د توغندیو ویشتل غندلی دی ادعا وکړه حکومتی او غیر حکومتی لوبغاړو ته دهرډول توغندیو، ټیکنالوژۍ او بلاسټیک وړتیاو انتقالول د امنیت شورا له پریکړه لیکونو سره په تضاد کښې دی او دغه کار باید بند شی .
په ملګروملتونو کښې دبریتانیا استازی میرمن کارن پیرس (Karen Pierce) هم د اټومی موافقې په اړه د امنیت شورا په غونډې کښې وویل لندن په خپل وار سره هماغه راز اټومی تړون ته ژمن دی .
هغې وویل انګلستان به د اټومی موافقې له نورو شرکاو سره یوځاې له ایران سره د اقتصادی راشه درشه په لاره کښې خپلو هڅو ته دوام ورکړی .
دایران دخارجه وزیر د سیاسی چارو مرستیال عباس عراقچی هم له یورو نیوز(Euronews) ټیلی ویژن سره په مرکه کښې له نړیوال ټومی تړون د امریکا له وتلو وروسته د دغه تړون د ساتلو دڅرنګوالی په اړه وویل اټومی تړون د روغتون په ایی سی یو (Intensive care unit)کوټه کښې پروت دی ځکه چې دخپل انډول مهمه برخه یې له لاسه ورکړی ده او ددغه تړون د انډول برخه دامریکا وتل دی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i74125