IQNA

دافغانستان طالبانو دجنګ په دوام ټینګار وکړ

13:01 - June 28, 2018
د خبر لمبر: 3481280
نړیواله ډله: دافغانستان دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له تهران را‌ډیو پښتو خپرونې سره په مرکه کښې وویل دغه ډله به له هیواد څخه د ټولو بهرنیو پوځیانو تر شړلو پور جنګ ته دوام ورکړی .

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، هغه له طالبانو سره د خبرو لپاره دافغانستان د ولسمشر اشرف غنی د چمتووالی اعلان او د اوربند دغځولو لپاره دهیواد دخلکو د غوښتنې په اړه وویل اوربند یوازې کوچنی اختر ته بیل وو چې اوس یې وخت تیر شوی او طالبان به هماغه راز په هیواد کښې دبهرنیو عسکرو پرضد حملو ته دوام ورکوی .
ذبیح الله مجاهد ډاګینه کړه افغانستان دنیواکګرانو په لاس کښې دی او داسې هیڅ ګام چې د اوربند لپاره زمینه برابره کړی نه دی اخیستل شوی .
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې خبرې سره چې په افغانستان کښې په وروستی اوربند کښې یوازې دهیواد خلک شاملیږی ټینګار وکړ دغه ډلې له کوچنی اختر وروسته هماغه راز له بهرنیو عسکرو سره جنګ ته دوام ورکړ .
ذبیح الله مجاهد د سولې لپاره طالبانو دځینو غړیو دګروهنې په اړه کابل ته په خپل وروستی سفر کښې د امریکا ددفاع وزیر جیمز ماټیس د ادعا په ردولو سره ټینګار وکړ دغه ادعا د امریکا د دسیسو په چوکاټ کښې ده او طالبانو په وروستیو عملیاتو سره ثابته کړه په افغانستان کښې خپلو سپیرو هدفونو ته دامریکا د رسیدا دمخه دنیولو لپاره تریوې (۱) کوټلی قوماندنۍ لاندې دی .
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړه د افغانستان ملت له امریکا سره مشکل لری پردې اساس که چیرې واشنګټن په افغانستان کښې سوله غواړی باید له دوه ګوڼ والی او دوکې ورکولو په ډډه کولو سره نیغ په نیغه له طالبانو سره خبرې وکړی .

 http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i74122

captcha