
د ایکن
ا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،د ایرنا له راپور سره سم په افغانستان کی د ایران سفارت په ایران کې د طالبانو د روزلو په اړه د ځینو لویدیځو رسندویو ادعا بې اساسه وبلله او هغه یې رد کړه .
په افغانستان کی د ایران سفارت نن د یوې خبرتیا په خپرولو سره وویل طالبانو ته د ایران په وسیله د پوځی زده کړو د ورکولو په ارتباط د ځینو لویدیځو رسندویو د تورونو مطرحول په کلکه ردوی .
په دغه خبرتیا کی راغلی دی ترهه ګری او افراط پالنه د سیمې د درستو هیوادونو لپاره ګډ ګواښ دی او له داسې ګواښ سره د مقابلې لپاره ګډه ملګرتیا او هڅه یو ضرورت دی .
په افغانستان کی د ایران سفارت جوته کړی ده تهران د تیروخت په شان د افغانستان په ملګری او ګاوندی هیواد کی د سولی او ثبات له پیاوړتیا سره د مرستې لپاره له خپلې ژمنې ملاتړ کوی .
په دغه خبرتیا کی راغلی دی د ایران سفارت د دغه ډول غیر حقیقی او غیر مستندو تورونو د مطرحولو هدف د افغانستان په عمومی افکارو کی د یوه رړوانی جنګ رامینځته کول او د افغانستان او ایران د حکومتونو ترمینځ ښو اړیکو ته ګوزار ورکول بولی .
په افغانستان کی د ایران د سفارت په خبرتیا کی ټینګار شوی دی رسندوی د بی اساسه تورونو د مطرحولو پر ځای د افغانستان له ګاونډی هیواد سره چی د هغو امنیت د دغه هیواد له ثبات سره تړلی دې ، د هغو دولتونو د ناکامۍ د حقیقی جرړو او دلایلو جاج واخلی چی په افغانستان کی له ترهه ګرۍ سره د مبارزې دمسولیت عنوان پر غاړه لری او د عمومی افکارو له انحراف او غړولو ډډه وکړی .
په تیرو ورځو کی د افغانستان ځینو روسندویو د انګلستان ټایمز ورځپاڼۍ له قوله په دې اړه چی یو شمیر طالبان په ایران کی زده کړې کوی ، غیر حقیقی او ادعایی راپورونو ته انعکاس ورکړی وو .
http://parstoday.com/ps/news/iran-i74308