IQNA

ایران به دامریکا زورینې ته هیڅکله تسلیم نشی

15:37 - July 22, 2018
د خبر لمبر: 3481342
نړیواله ډله: مزمونږ خبریال وایی د ایران دپارلمان د بهرنی سیاست او د ملی امنیت دکمیسیون مشر حشمت الله فلاحت پیشه وویل ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب له لومړیو راهسې دامریکا له ډول ډول ګواښونو ، دباونو او ژمنو ماتولو سره مخ دی خو هیڅکله به د واشنګټن زوروینې او زیات غوښتنې ته تسلیم نشی .

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،هغه پرون په تهران کښې د جرمنی د پارلمان دبهرنیو اړیکو د کمیسیون له غړی تورستن فرای (torsten fry) سره په کتنې کښې وویل له اټومی موافقې دامریکا په یو اړخیزه ډول وتل نړیوالو ژمنو ته د واشنګټن د نا پاې بندۍ یوه(۱) بله بیلګه ده .
فلاحت پیشه د اټومی تړون د ساتلو او د هغه د دوام په شمول په خپلو ژمنو عمل کولو کښې د اروپا مسولیت ته په اشارې سره وویل په اټومی تړون کښې د ایران داسلامی جمهوریت پاتې کیدل داروپایی هیوادونو داقداماتو له نتیجې ورکولو سره اړه لری .
د جرمنی د پارلمان دبهرنیو اړیکو د کمیسیون غړی تورستن فرای هم په دغه کتنې کښې په نړیوالو مسائلو کښې د امریکا په اقداماتو نیوکې سره وویل جرمنی دامریکا اقدامات په نړۍ کښې د سولې او دثبات په ګټه نه ګڼی .
هغه وویل جرمنی د اټومی تړون د دوام غوښتونکی ده او له اروپایی هیوادونو سره یوځاې ددغه موافقې د ساتلو او د هغې د دوام لپاره د یوشمیر مکانیزمونو په اجرا کولو غور کوی .
http://parstoday.com/ps/news/iran-i74928

captcha