IQNA

په ايران باندې په حمله کښې د امريکې په ناتوانۍ د دغه هېواد د دفاع د وزير اعتراف

22:56 - July 28, 2018
د خبر لمبر: 3481361
نړیواله ډله: امريکې په تېرو څو لسيزو کښې په ځلونو ايران ته فوځي دړکې ورکړې دي. په تېره بيا د جارج ډبليو بوش د واکمنۍ په دوره کښې چې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه په افغانستان او عراق باندې حملې وشوې.
د ایکنا راپور له مخې، د parstodayنه په نقل، امريکې په تېرو څو لسيزو کښې په ځلونو ايران ته فوځي دړکې ورکړې دي. په تېره بيا د جارج ډبليو بوش د واکمنۍ په دوره کښې چې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه په افغانستان او عراق باندې حملې وشوې، په ايران باندې حمله جدي شوې وه چې د ايران دفاعي توان ته په پام سره هيڅکله عملي نه شوه.
د امريکې ډېموکرېټ ولسمشر باراک اوباما د واکمنۍ په دوره کښې هم هغه له ايران سره په مقابله کښې د مېز د باسه د ټولو آپشنونو په شتون تاکيد وشو.
که څه هم اوباما د فلج کوونکو بنديزو د لګولو له لارې د خپل صلح ايز اېټمي پروګرام د اودرولو په خاطر د ايران د مجبورولو لپاره زيات کوششونه وکړل او په تهران باندې د رعب اچولو لپاره يې په ځلونو د ايران له اېټمي پروګرام سره د مقابلې لپاره د وروستۍ تګلارې په توګه د فوځي حملې د احتمال خبره وکړه.په اقتدار کښې د ډونالډ ټرمپ په راتلو سره هغه په ډېرې بدمعاشۍ سره د ايران په ګواښلو لاس پورې کړے دے. ټرمپ د ۲۰۱۸ کال  د مۍ په ۹ نېټه يعنې له برجامه د امريکې له وېستلو نه يوه ورځ پس يې ايران وګواښۀ او وې ويل: ايران پکار دي خبرې اترې وکړي او يا به يوه بله پېښه رامنځته شي. هغه وويل: زۀ ايران ته نصيحت کوم  چې که داسې يو کار يې وکړ نو له جدي نتائجو سره به مخامخ شي. له دې سره سره چې ځينو شنانددو له جدي نتائجو نه د ټرمپ مراد د ايران په خلاف فوځي آپشن تعبير کړ، خو د امريکې د لوړ رتبه فوځي چارواکو وروستے موقف د دې په اپوټه ښودنه کوي. د امريکې د د فاع وزير جيمز مېټيس په يو لړ څرګندونو کښې اعتراف وکړ چې امريکه په ايران باندې د فوځي حملې توان او وس نه لري. هغه د ايران په اېټمي تاسيساتو باندې د حملې لپاره د امريکې د پلاننګ په اړه رسانه اي فضاء  جوړونه هسې خيلي خبرې او داستان وينه وبلله.
آسټرېليا د اے بي سي نيوز خبري چېنل د تېر زيارت په ورځ د آسټريليا د سرکاري سرچينو له قوله ادعا کړې وه چې د امريکې حکومت د ايران په اېټمي تاسيساتو باندې د حملې لپاره د پلان جوړونې په حال کښې دے. خو د آسټريليا وزيراعظم مالکوم ترنبول دغه رپوټ تکذيب کړ او هغه يې يو غلط اټکل وبلۀ چې د ګمنامو سرچينو په استناد سره يې بڼه نيولې ده. د امريکې د دفاع د وزير لخوا په ايران د حملې تکذيب د ايران له دفاعي توانمنيو په تېره بيا د توغنديو او نابرابره جنګ په زمينه کښې له دفاعي توانمنيو څخه د امريکايانو آګاهۍ ته په پام سره  دے چې په مسلمه توګه د ايران او امريکې ترمېنځ د هر ډول فوځي جنګ د رامنځته کېدو په صورت کښې به يې ځواکونو او تاسيساتو ته زيان رسونکو ګوزارونو ورکولو توان ونه لري. په دې وروستيو ورځو کښې د ايران او امريکې د چارواکو ترمېنځ لفظمي تاوتريخوالي زيات شوي دي. د ايران ولسمشر ډاکټر حسن روحاني د تېر ايتوار په ورځ  امريکايانو ته په خطاب او د ايران د تېلو د صادراتو د مخنيوي لپاره د ټرمپ د ګواښ په ځواب کښې وويل: ټرمپ پکار دي پوه شي چې ايران د ټول تاريخ په دوران کښېد سيمې د سمندري لارې د امنيت ضامن ؤ او دے، نو ځکه دې د زمري له لکۍ سره لوبې نه کوي، ځکه چې د ايران ځواب پښېمانه کونکے وي. په مقابل کښې ټرمپ د بيړه ناک او په کامله توګه د نامتعارف ردعمل ښودنه وکړه او د امريکې د ګواښلو د نتائجو په اړه يې خبردارے ورکړ. ټرمپ په خپل يو ټوئيټ کښې ډاکټر روحاني ته په خطاب سره وليکل: هيڅکله بيا امريکې ته دړکه ورنکړې ګنې له داسې نتائجو سره به مخامخ شې چې د ټول تاريخ په دوران کښې به ورسره ډېر کم څوک مخامخ شوے وي. د ټرمپ دغه خبردارے له دې زيات چې جدي وګڼل شي په تېره بيا د امريکې د ډېموکرېټو لخوا او په سوشل مېډيا کښې له ټوقو مسخرو سره مخامخ شو. د قدس ځواک قوماندان جنرل سليماني د ايران په خلاف د ټرمپ د وروستيو ګواښونو په ردعمل کښې وويل: له ايران سره د جنګ شروع کول د امريکې د ټولو امکاناتو د تباهۍ او نابودۍ په معنا دي او د هغه جنګ خاتمه به چې امريکه يې شروع کړي ايران برابروي. د وروستيو دړکو په مقابل کښې د ايران مضبوط او قدرتمن ردعمل د دې سبب شو چې د دغه هېواد د دفاع د وزير  په شان د امريکې لوړ رتبه چارواکي په بنيادي توګه په ايران باندې د فوځي يرغل لپاره د هر ډول اراې د شتون منکر شي.   

captcha