IQNA

په روس کښې مسلمانانو ماشومانو ته د قرآن کریم زدکړه

19:48 - July 30, 2018
د خبر لمبر: 3481368
نړیواله ډله: د روس مسلمانه ماشومان به د دغه هیواد په ځنګلې سیمه ساراتوف کښې ترټولو لوی په سمر کمپ کښې د قرآن کریم او عبادات او دینی حکمونو زدکړي کوي.

د ایکنا راپور له مخې، د مصر اوی خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د روس مسلمانه ماشومان به د ګرمۍ تعطیلاتو کمپ(سمر کمپ) چې د دغه هیواد په ځنګلې سیمه ساراتوف کښې پیل کېږي او د دغه هیواد ترټولو لوی کمپ شمېرلي کېږي د دغه مسلمانانو ماشومانو چې د روس له بېلابېلو سیمو راځې کوربه وي.
د روس په مرکز کښې د ولګا سیمې مسلمانانو دینی ادارې بهرنې اړیکو مرستیال نضال الحیح دې ته اشارې سره چې دا کمپ خپل ثانی نه لري څرګنده کړه: د روس په بېلابېلو سیمو کښې کمپونه شتون لرې خو ولی له یوې خوا، دا کمپ د مسلمانانو ملکیت ګڼلې کېږي او له بله خوا د روس له بېلابېلو سیمو ماشومان دلته د معنویاتو او خوشحالو لپاره را ټولېږي.
ماشومان په دې کمپ کښې چې خپل کار به له راروانې چهارشنبه(د تیر میاشتې ۲۷) نه شورو کوي او تر یوې نیمې میاشتې پورې به ادامه لرې، دینی زدکړې، د قرآن کریم قرائت، اسلامی عبادتونه، اخلاق، عقېدي او حدیثونو زدکړې کوي.
په دې کمپ کښې به ماشومانو لپاره کلتوری، تفریحی او لوبو، لاس سره څېزونو جوړولو، مقابلې او دارنګه نور فعالیتونه هم ترسره کېږي.
د دې کمپ لومړۍ درې اونۍ د مسلمانانو ۷ نه تر ۱۴ کلنو ماشومانو سره ځانګړتیا لري چې شمېر یی تر ۲۱۰ ماشومانو رسېدلې او تمه ده چې تر ۱۸۰ مسلمانې ماشومانې به هم په دې لومړۍ درې اونۍ کښې شتون لري.
په دې کمپ کښې ګدون کونکې د عمر په توګه په اته ډلو کښې تقسیم شوی او هره یوه ډله یو کوچ او مرستیال لري.
http://iqnanews.ru/fa/news/3734469
captcha