IQNA

د قطر«کتارا جایزه» نړیواله مقابلې لپاره غوښتنه

19:42 - August 01, 2018
د خبر لمبر: 3481377
نړیواله ډله: په قطر کښې د کتارا کلتوری موسسې د کتارا قرآن کریم تلاوت نړیواله مقابلو په درېمي دوره کښې ګډون کولو لپاره د نوم لیکنې پیل کېدو خبر ورکړي.

د ایکنا راپور له مخې، د العرب قطری ورځپاڼې نه په نقل، د کتارا کلتوری موسسې مشر په دې اړه وویل: د کتارا جایره قرآن نړیواله مقابلو په دریمه دوره کښې چې د«خپل غږونو ته قرآن سره زینت ورکړي»شعار سره پیل کېږی، ګډون لپاره نوم لیکل له سبا(نهم مرداد) نه تر د مهر میاشتې اتم پورې ادامه لري.
هغه زیاته کړه: د دې مقابلو درېمه دوره په داڅې وخت کښې پیل کېږي چې دوېمه دوره یی د ۱۰۰ ګډون کوونکو چې د ۱۴۵۹ کسانو ترمنځه انتخاب شوې وو، سره په کامیابۍ پیل شوې ده.
سلیطی د ۵۶ هیوادونو سره د ۳۷ غیر عربی هیوادونو د دې مقابلو په دویمې دوره کښې ګډون ته اشارې سره، وویل: دا د دې مقابلو په نړیواله کېدو باندې دلالت کوي.
هغه په ادامه کښې په دې مقابلو کښې د ګډون شرطونو په اړه وویل: په دې مقابله کښې د ګډون شرطونه نه په هغه فرم کښې چې د دې جایزه کمېټې له اړخه تیار شوې او د کتارا قرآن نړیواله مقابلو په ویبپاڼه www.kataraquran.com کښې شتون لرې نوم لیکل دی.
سلیطی دې ته اشارې سره چې دا مقابلې له هلکانو سره ځانګړتیا لري او د ګډون کوونکې عمر نه باید له ۱۸ کالو کم وې وویل: د تجوید په احکامو یی لاس بر وی او د حروف مخارج، ښکلې آواز لرونکې او دا چې د جومات امام، خطیب یا د دینی علمونواو د عربی ژبې استاد نه وي نو په دې مقابلو کښې ګډون کولې شي.
هغه زیاته کړه: په دې مقابلو کښې د ګډون کولو نور شرطونه دا دې چې کسان نه باید له مخکې دورو لومړۍ مقاماتو وی او د خپل غږ فایل او د تلاوت ویډیو یی نه باید په راډیو یا ټیلی ویژن کښې خپور شوي وي.
هم په دې اړه د کتارا جایزه مقابلو څارونکې خالد عبدالرحیم سید، وویل: د اجرا کولو کمېټه به له مقابلې لپاره نوم لیکونو نه ۱۰۰ ګډون کوونکې انتخاب کوې چې باید د مقابلې په هر مقدماتی مرحله کښې به د داورانو کمېټه ته په دوحه کښې حاضرېږي.
هغه په ادامه کښې زیاته کړه: په دویمه مرحله کښې ۲۵ کسان چې له مقدماتي مرحلې نه دلته رارسېدلی وی پنځه ورځې به له یوبل سره مقابله کوي چې د هغې ترمنځه به پنځه ګډون کوونکې انتخاب کېږي او په اخیره کښې به ترتیب سره له لومړي نه تر پنځم مقام لپاره کسان ټاکلې کېږي.
خالد عبدالرحیم سید د دې مقابلې د جایزې په اړه وویل: لومړۍ مقام ترلاسه کوونکې لپاره به ۵۰۰ زره قطری ریال، دویم کس ته به ۴۰۰ قطری ریال او دریم کس ته به ۲۰۰ قطری ریال او پنځم کس ته به ۱۰۰ زره قطری ریال وړاندې کېږي.
وائي، د قطر قرآن نړیواله مقابلو دویمې دورې اخیرنۍ او مقدماتی مرحلې د جایزه کتارا په نوم سره د دې کال د رمضان په میاشته کښې پیل شوې وې چې له عراق نه صباح خلف د دې مقابلو لومړۍ مقام ترلاسه کړي وو او محمد مفتاح بشیر له لیبی، محمد نیازی عبدالعزیز له مصر، یونس محمد مهرا له سوریه او محمد عزیوی له مراکش نه ترتیب سره د دویم نه تر پنځم مقام ترلاسه کړي وو.
په دې مقابلو کښې د ګډون طریقه دارنګه ده چې هر ګډون کوونکې باید په شورو کښې د قرآن کریم درې آیتونه تر پنځه منټو پورې تلاوت کړي چې یوه برخه یی باید د ترتیل او نورې دوه برخې یی د تجوید او د معروف مقاماتو پر اساس وی او هغه د مقابلو کمېټۍ ته ولېږي چې په اخیره کښې به کمېټه له دغه کسانو ۱۰۰ نه ګډون کوونکې د مقدماتی مرحلې پیل کولو لپاره راغواړې او په دوحه کښې به د دې ترمنځه مقابله کښې د بلې مرحلی لپاره انتخاب کېږی.
http://iqna.ir/fa/news/3734759
captcha