IQNA

ایکنا راپور وړاندې کوي

په فلیپین کښې ایرانی ښځې د قرآن هدیه ډالي کړه/ کله چې هنر مراقبې سره د پام وړ وګرځي

10:51 - August 03, 2018
د خبر لمبر: 3481379
نړیواله ډله: د ایرانی هنرمند میرمنه تندیس نقوی، د مانیل کاتولیک کلیسا بیشپ ته قرآنی لوحه ډالې کړه چې دا اقدام یی د فلیپین ورځپاڼې اینګوایرر د پام وړ ورګرځېد.

د ایکنا راپور له مخې، د فلیپین ورځپاڼې اینګوایرر له ایرانی هنر منده، خطاط او په فلیپین کښې د خطاطي انجمن مشره میرمن تندیس تقوي سره په مرکه کښې، چې آثار یی د قرآنی خطاطی په برخه کښې وړاندې کړي، یو قرآنی لوحه یی د واتیکان خیریه ادارې مشر، د فرانسیس پاپ په دینی او الهیات چارو کښې مرستیال دآسیا ختیځ الهیات او معنوي چارو مشر او د مانیل کاتولیک کلیسا بشپ «لوئیز آنتونیو تاگله»، ته په واتیکان کښې د فلیپین کاتولیک بشپو په ۱۱۷ کنفرانس کښې ډالې کولو ته اشاره کړي ده.
دا کنفرانس د تیر میاشتې په ۱۶ تاریخ باندې د فلیپین بشپ، په مانیل کښې د ایران کلتوری سازمان مشر محمد جعفری ملک، په مانیل کښط د خطاطی انجمن مشره، د فلیپین او ایران د ښځو انجمن مرستیال او د ایران خطاط او هنر مند میرمن تندیس تقوي په شتون سره پیل شو.
په دې کنفرانس کښې د تندیس تقوي د قرآنی خطاطی اثارو نندارتون پرانیستا وشوه او د نندارتون د کاتولیک د ۱۰۰ بشپ په شتون کښې په رسمي توګه پرانیستا نه ورستو د کاتولیک بشپ ۱۱۷ اجلاس په اصلي تالار کښې د سوره آل عمران د ۴۵ آیت «إِذْ قَالَتِ الْمَلَائِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللَّهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍ مِنْهُ اسْمُهُ الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ: او كله چې پرښتو ووېل: اى مريم! الله تاته د خپل يو فرمان زيرى دركوي، د هغه نوم به مسيح عيسى بن مريم وي» یو لوحه د دغې ایرانی هنرمند او خطاط میرمنې له اړخه په سورو زرو جوړ شوي وو د مسیحیت او د اسلام ترمنځه د خبرو اترو یو سمبول په عنوان کاردینال تاګله ته ډالي شو، دا پروګرام په فلیپین کښې د ایران کلتوری سازمان له اړه پیل شو.
رسنۍ ځلونه
د ایران دا اقدام د فلیپین د بېلابیلو رسنو د توجه مرکز وګرځید او د دغه هیواد gma خبري چینل خپور کړو، د فلیپین انګوایر ورځپاڼې له تندیس تقوي سره د دغه لوحه د پاپ مرستیال ته ډالې کولو په اړه مرکه وکړه چې ژباړه یی وړاندې کوو.
د دینونو ترمنځه خبري اتري د هنر له لارې، هغه لار ده چې د ایران ۴۵ کلنه مسلمانه خطاط او هنر منده میرمن تقوي تل پري اعتقاد لري.
تندیس تقوي د فارسي خط چې نستلیق نوم سره پېژندلي کېږي او کرښیزه خط او په پاس لیکلې کېږي چې د دعا نښه هم ده او د ښي طرف نه کڼ طرف ته لیکلې کېږي، د قرآن کریم نورلسمې سوری چې په سوره مریم یا مری باندې معروف ده ۴۵ آیت یی د فلیپین مسیحیانو ته ډالي کړي چې د اسلام او مسیحیت ترمنځه مشترکاتو باندې تاکید وکړي.
تقوي مونږ(اینګوایرر ورځپاڼې) سره په مرکه کښې د خپل دې اثر په اړه وویل: زه د قرآن کریم ایتونو په نستعلیق خط لیکلو کښې مشغول وو خو ولی چې کله د مریم سورت ته راورسېدم نو احساس می وکړو چې په دې سورت کښې یی چې څه لیکلې د فلیپین لپاره دي.
مراقبت سره هنر
ایرانی هنرمند میرمن تندیس تقوي خپل د نندارې یو اثار چې د دې میاشتې په لومړۍ ورځو کښې یی د مانیل په نندارتون کښې نندارې لپاره وړاندې کړی وو زمونږ د خبریال دوربین ته یی مخامخ په لاس کښې ونیولو، چې په کښې مراقبت سره هنر په دغه کښې لیدلې کېدو، ځکه چې هغه دا عقېده لري چې د هنر له لارې د دینونو ترمنځه خبري امکان لري.
د مسیحی او د اسلامی عقیدې پر اساس ماری(مریم) د یوې باکره په عنوان سره باید د الله له اړخه حضرت عیسی علیه السلام دنیا ته راوړي.
د تقوي ځنې آثار د فلیپيین کاتولیک بشپ کنقرانس د پیل کولو په لومړۍ ورځ په مانیل کښې د«دولسم پایوس پاپ» د عمارت په مرکز کښې نندراې ته وړاندې شوي وو.
کاردينال ته ډالۍ
یو هنري آثار چې د حضرت مریم سلام الله علیها په اړه چې تقوي هغه سرو زرو سره آراسته کړي دی د هدیه په توګه د مانیل کاتولیک کلیسا مشر بشپ کاردینال لوئیز آنتونیو تاګله ته ډالې کړو.
په دغه تابلو د قرآن کریم د دریم سورت چې آل عمران نوم لري آیت لیکلې شوي دي چې په کښې الله فرمایئ: او كله چې پرښتو ووېل: اى مريم! الله تاته د خپل يو فرمان زيرى دركوي، د هغه نوم به مسيح عيسى بن مريم وي، په دنيا او اخرت كښې به د عزت څښتن وي. د الله په نژدې بندګانو كښې به شمېرل كېږى.
د فلیپین کاتولیک بشپ کنقرانس مشر ستر بشپ رومولووایز او د داوائو ښار کلیسا ستر بشپ په خپل پیغام کښې څرګنده کړه چې د ایران د خلکو دا لوي اقدام به د دینونو ترمنځه د خبرو لاره اواره کوی او د مسلمانانو وروڼو او خویندو سره به د سولی وړ وګرځي.
تقوي د مرکی په ادامه کښې وویل: غواړم ټولو خلکو ته ووایم مونږ سره ورته والي لرو او غواړم چې ثابته کړه چې اسلام د سولي په معنا دي، او هنر یواځي په هنر کښې نه لنډیز کېږي بلکې د هغې ترسره کول زمونږ په ټولنه کښې زمونږ تر وظیفي پورې اوږد والی لري.
همدرانګه یادېږي چې د مانیل کلان ښار په خپل یو مخکنې نندارتون کښې د هغې د کار غیر مسلمانانو هم ولمانځلو، که څه هم د عربی او فارسی کلماتو په اړه یی معلومات نه لرل او هم دا رنګه د هغې د هنر کار ته ادامه ورکولو لپاره د هغې اصلي هڅونه او مثبت پرمختګ وو.
د هندسې او ریاضي سره ترکیب
دا هنرمنده دې بیان سره چې هیله لري د مخاطبانو رضایت جلب کړي حتی د هغه کسانو چې خطاطی نه پېژندې او د فارسی خط سره اشنا نه دی خو ولی د نسعتلیق له ښایسته خوند واخلي، دا خط د ریاضي او هندسې ترکیب دی او د دارنګه هنر حساسیت او نظم مخاطب باندې اثر اچوونکې وی.
هغه چې په مانیل کښې د ایران کلتوری سازمان ښځه ده او د دوه ځوانو نجلیو مور ده ادامه کښې وویل: هر وخت په هنر کارونو کښې یو علمي نظر شتون لري.
دا هنرمنده چې خپل هنري کارونه یی له ۸ کلنی نه شورو کړي په فلیپین کښې له یو نیم کاله مېشته ده خو ولی په دومره کم وخت کښې یی هم د مانیل په کلان ښار کښې د هنري پوهنتون سره لس نندارتونونه پیل کړي دی.
تقوي چې نه غواړې خپل وخت ضایع کړي د خطاطی ضروری سامان په شمول د بانس قلم له ایران نه راوړي او په فلیپین کښې د خطاطي مدرس په عنوان فعال ده.
د خطاطی ساتنه
د ډیجيټل آرټ د راتګ ته پام سره، دا هنرمنده د خطاطي ساتنې لپاره د هنر ساتلو یوه نمونه ده، په پوهنتون کښې د تحصیل په وخت د دې هنرمندی د تحقیقي رسالې موضوع ډیجیټل یا ګرافیک آرټ وو.
هغه تاکید لري: د خطاطی یو تاریخی هنر دی او د ایرانی عنوان په توګه زمونږ ملي هیویت هم لري، دا هنر د قرآن کریم آیتونو سره ډېر په زړه پوری شي.
تقوي همدارنګه وویل: د هنر لپاره هڅه او د ژوند په ټولو دورو کښې آسان نه وه او یادېږي راته چې څه رنګه می خپل وختونه په خپله کوټه کښې تیر کړي چې له لیکلو نه مخکښې فکر وکړم.
هغې زیاته کړه: ځنې وخت به می پام نه وو چې څوک زما کوټې ته را ننوتلې او خبر به نه وم چې زما په خوا کښې څه تېريږي؟ زما د هنر کارونه په تېره د واده نه پس او د یو ښځې په توګه بېلابېلو کارونو او مسؤولیتونو نه ورستو ډېرو ستونزو سره مخامخ وو او کله خو به د مشق کولو او د هنر آثار جوړولو وخت به د نیمي شپې نه د سهار تر ۲ بجو پوری وو او دا څو ګنټې به وی چې ما ځان سره په نظر کښې نیولې وی او بی له خنډه به می کار ترسره کولو او سهار به لومړي وخت، وختي پاسېدم چې خپل کارونه ترسره کړم.
http://iqna.ir/fa/news/3734807
captcha