د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،هغه محکمې ته په شکایت کښې لیکلی دی د امریکا او د بریتانیا لخوا دعراق دنیواک نتیجه د هیواد د ټولو بیخ بنایانو تباه کیدل او د ټولو کارخانو(کارخونو) چټی کیدل دی .
په دغه شکایت کښې ویل شوی دی چې امریکا او انګلستان د عراق په بصرې ولایت کښې د کینسر په شمول د مرګونو ناروغیو د خپریدا اصلی عاملان دی .
علی محسن مجبل په دغه شکایت کښې هغو تاوانونو ته چې دامریکا او انګلستان نیواکګرانو د هیواد د کرهڼې او د مالدارۍ برخې ته رسولی دی هم اشاره کړی ده .
امریکا او بریتانیا د ۲۰۰۳ میلادی کال په مارچ میاشت کښې دډلوژونکو وسلو په ادعا سره په عراق یرغل وکړ خو ددغو دوو(۲) هیوادونو دغه ادعا هیڅکله ثابته نه ده شوی .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i75291