د ایکنا د راپور له مخې، د طه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ویډیو په یوه برخه کښې چې په ویبپاڼو کښې خپره شوي او په دغه کښې د چین په یو ولایت کښې د هغه ځای محلي چارواکي د مړو قبرونه راسپړنې ښودلي شوي.
د چین جیانګشی ولایت محلي چارواکو د مسلمانانو د مړو د سوځولو په ځای ښخولو باندې اعتراض کړي او د مسلمانانو په هدیره یی برید کړي او د قبرونو د راسپړنې اقدام یی کړي دی.
به دغه ویډیو کښې د جیانګشي ولایت پولیس د قبرونو نه د مړو راویستلو او ورسره د دغه مړو د خپلو خپلوانو د ویر، چغو او اعتراض سره ښودلي شوی.
د خبرونو سرچینو د اعلان له مخې، په دغه کښې زیات قبرونه د مسلمانانو وو، ځکه چې مسلمانان خپل مړي په خاورو کښې ښخه وي.
د چین حکومت له خلکو غوښتنه کړي چې خپل مړي نه ښخه وی او هغه وسوځه وی، همدارنګه د کر د ځمکو نیولو په بهانه په ځنې سیمو او کلو کښې د مړو ښخولو باندې بندیز دی.
http://iqnanews.ru/fa/news/3735829