IQNA

ملګري ملتونه وایی که د اوربند په موضوع کې مرسته وغوښتل شي نو چمتو یو

16:58 - August 09, 2018
د خبر لمبر: 3481404
نړیواله ډله: په خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي د افغانستان د حکومت، سیاسي مشرانو او ډيپلوماتيکې ټولنې له استازو سره ليدنې کړې دي.
د ایکنا د راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ پښتو ویبپاڼې نه په نقل، ملګرو ملتونو يو ځل بيا له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت له قيد او شرط پرته د سولې د خبرو اترو ملاتړ وکړ.
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) له خوا نن  په خبرپاڼه کې راغلي چې يادې څرګندونې په سياسي چارو کې د سرمنشي سیاسی مرستیال وينچا، کابل ته د سفر پر مهال کړې دې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي د افغانستان د حکومت، سیاسي مشرانو او ډيپلوماتيکې ټولنې له استازو سره ليدنې کړې دي.
وینچا په خپلو ليدنو کې د افغانستان او د دغه هېواد د خلکو لپاره د ملګرو ملتونو پر اوږدمهالو ژمنو ټینګار وکړ.
وينچا دغه راز د سياسي خبرو اترو په ارزښت او د سیاسي مشرانو، افغان حکومت او ټاکنیزو بنسټونو ترمنځ د باوري ټاکنو لپاره د ښه چاپیریال د رامنځته کولو په برخه کې په ګډ مسوولیت ټینګار وکړ.
په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د شخړو د سیاسي حل او د سولې په برخه کې له طالبانو سره له قید او شرط پرته خبرو اترو لپاره د حکومت له هڅو ستاینه وکړه.
هغه د سولې او روغې جوړې لپاره د افغانانو د جدي غوښتنو په رڼا کې د سولې پروسې د پرمختګ د څرنګوالي او د حکومت د لیدلوري په اړه خبرې وکړې او د اوربند لپاره یې د نوي پلان هرکلی وکړ.
د نوموړي په وينا، د غوښتنې په صورت کې ملګري ملتونه د اوربند په موضوع کې مرستې ته چمتو دي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i75449
captcha