IQNA

د اسلامی انقلاب د معظم لار ښود له نظره؛ د اسلامی انقلاب روښانه راتلونکی

17:08 - August 09, 2018
د خبر لمبر: 3481405
نړیواله ډله:  د اسلامی انقلاب معظم لارښود د اسلامی انقلاب د راتلونکی په هکله د مطرح شوې اندیښنی په ځواب کی وویل: «هیڅ غلط کار سرته نشی رسولای، دا ټولو ته ووایاست »
د ایکنا د راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ پښتو ویبپاڼې نه په نقل، څو ورځی وړاندی، له ایران څخه بهر یوی ډلې کلتوری فعالانو د اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره کتنه درلوده، چی له حاضرینو څخه یو کس، له پولې بهر د اسلامی انقلاب د علاقمنانو اندیښنه او وارخطایی بیان کړه.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود، د دښمنانو له اقداماتو څخه  د دغه کس د اندیښنی په ځواب کی وویل:« زموږ د حالاتو په هکله باالکل اندیښمن ونه اوسی، هیڅوک هیڅ غلط کار نشی کولای، ډاډمن اوسی؛ پدې هکله هیڅ شک نشته، دا ټولو ته ووایاست ».
پدی ورځو کی، چی د امریکی اوسنی دولت د ایران په ضد د
بندیزونو لمړنۍ مرحله اجرایی کړې ده؛ د اسلامی انقلاب د معظم لارښود دغه پریکنده او قدرتمنه دریځنیونه، د امریکایی واکمنانو او د هغوی سیمه ایزو مزدورانو ته کلک پیغام او معنا لری.  
د ایران په ضد د امریکی د اقتصادی بندیزونو د لمړنۍ مرحلې له پیلیدو سره په یو وخت، د امریکی ؤلس مشر« ډونالد ټرمپ » د سه شنبی په ورځ پخپل ټویټ کی ولیکل:« دغه بندیزونه؛ تر ټولو ډیر سخت بندیزونه دی، چی تر اوسه پوری لګول شوی دی ». د نړیوالی موافقې په توګه؛ له برجام څخه له وتلو وروسته د ټرمپ دولت سیاست، د ایران د سیمه ایزی تګ لاری بدلول؛ او په نهایت کی د داخلی نا رضایتۍ زیاتول دی، ترڅو ګواکی د هغوی څلویښت کلن خوب، رښتنئ شی.
خپل هدف ته د رسیدو لپاره؛ د منافقینو له ډلګۍ څخه د ټرمپ دولت ملاتړ، او په ایران کی له شخړې څخه پلوی کول، د اسلامی انقلاب په نسبت د امریکائیانو د کینی تل او ژوره ښیې.
د صهیونیسټی اود سعودی رژیمونو په شمول، د یو شمیر سر سپارلو عربانو په ملاتړ سره د ټرمپ هدف، د ایران د توغندویی پروګرام بندول؛ د ایران د سیمه ایز نفوذ او شتون ختمول او په پای کی د دباؤونو په زیاتولو سره، صفر ته د ایران د تیلو د پلورلو رسول دی. دغه غلیمانه سیاست؛ له هغه هیواد سره د تاریخی او پخوانۍ دښمنۍ ښودونکئ دئ، چی خپل تیر؛ اوسنی او راتلونکی وختونه، د زور ویونکو قدرتونو په پیلتوب کی تعریف کړی نه دی. د ټرمپ دولت؛ د امریکی د نورو پخوانیو دولتونو په شان پدی پسی دئ، چی د ایران د اسلامی جمهوریت انقلاب او نظام، له خپلې لارې څخه وباسی، خو د اسلامی انقلاب څلویښت کلنی تجربی ثابته کړې ده؛ چی« مقاومت »، او « زوږند والئ » د دغه ؤلسی او هویت لرونکی انقلاب او نظام له ځانګړنو څخه دی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود« حضرت آیت الله العظمی خامنه ای » همداراز د جون په ۲۱ نیټه، د خارجه وزارت د یوې ډلې مسؤلانو او سفیرانو په کتنه کی تاکید وکړ:« امریکائیان؛ په ایران کی له اسلامی انقلاب څخه مخکی دورې ته خپل موقعیت او مرتبې ته د ستنیدو په لټه کی دی، او له دې څخه په کم څیز به هم راضی نه شی ».
د اسلامی انقلاب معظم لارښود؛ همداراز پدې کتنه کی زیاته کړه:
« سیمه ایز حضور او شتون؛ د ایران د قدرت او امنیت له عناصرو
څخه دئ، او د هیواد ستراتژیکه اډانه ګنله کیږی، له همدی کبله دښمنان ورسره مخالف دی ».
د ایران اسلامی جمهوریت؛ د آسیا په لویدیځه ستراتژیکه سیمه کی، ډیر قدرتمن هیواد دئ، او د امریکی له ارادې څخه بهر؛ په سیمه ایزو معادلو کی رول لوبوی. له همدې کبله؛ د اسرائیلو او پیلو عربانو په ملګرتیا سره د ایران په ضد د امریکی فشارونه زیات شوی دی. دغه فشارونه؛ له دې کبله چی د ایران د ؤلس او د اسلامی جمهوریت د نظام ترمنځ معنا لرونکی اړیکی ټینګی دی، د اسلامی انقلاب د راتلونکی لپاره ګواښ نشی کیدای.
د ټرمپ دولت له نننی اقتصادی او سیاسی فشارونو څخه په لا سختو دورو کی، د ایران د خلګو دریدل او مقاومت به، یو ځلې بیا امریکایی واکمنان؛ د اسلامی انقلاب له اصل سره په مقابله کی سرخوږی کړی.
په همدی زمینه کی؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر« محمد جواد ظریف »، پدی وروستیو کی د« ایران دیلی » له نشریی سره په مرکه کی وویل:« ایران؛ په تیرو ۴۰ ؤ کلونو کی، له اوسنی موقعیت څخه لا ډیر سخت شرایط لرلی دی. زموږ هیواد؛ یو
رښتنئ پوځی جنګ ترشا تیر کړئ دئ، خو هغه څه چی د دی سبب شوی، چی موږ له دغو ټولو مشکلاتو او خطرونو څخه روغ ووځو، د یادو دباؤونو په وړاندی د خلګو مقاومت ؤ ».
http://parstoday.com/ps/news/iran-i75455
captcha