IQNA

په مراکش کښې د وړیا ودونو جشن

19:27 - August 09, 2018
د خبر لمبر: 3481409
نړیواله ډله: د مراکش په تافراوت ښار کښې د تیفاوین جشن په ۱۳ دوره کښې د وړیا ودونو مراسم پیل شو.
د ایکنا راپور له مخې، د الیوم ۲۴ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مراکش په تافراوت ښار کښې د تیفاوین جشن په ۱۳ دوره کښې د وړیا ودونو مراسم د «ډله ييزو ودونو مراسم» عنوان سره په دغه سیمه کښې د کورنۍ کلتور حفظ کولو او د ځانانو ودونو ته تشویق کولو موخې سره ودونه پیل شو.
دا مراسم پیل کوونکې چارواکو په دغه مراسمو کښې واده کوونکو ته د واده هدیه ورکولو سره د ۱۰ زره مراکشی ډالر دغه جوړو ته ډالې کړل.
د دغه مراسمو لګښت د دغې ښار یو ځانګړې شرکت د مراکش ټولنیزه سنت او کلتور حفظ کولو او نوې نسل ته وړاندې کولو موخې سره ورکړي وی.
همدارنګه په دغه مراسمو کښې ګډون لپاره، د دواړو نه یو اړخ، باید له تافروات او یا د هغې شاوخوا اوسېدونکې وی، تراوسه تقریبا ۱۶۰ جوړو په دغه مراسمو کښې د ګډون لپاره نومونه لیکلې دی.
http://iqna.ir/fa/news/3737163
captcha