د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، امریکا ، بریتانیا او فرانسې په تیرې چهارشنبې ورځ په ګډې بیانیې کښې یوځل بیا سوریه له کیمیاوی وسلو په استفادې تورنه کړه او خبرداری یې ورکړ د ادعا وړ کیمیاوی حملو دتکرار په بڼه کښې به دمشق ته ځواب ورکړی .
دغو دریو(۳) هیوادونو د روان میلادی کال د اپریل په څلورمه(۴) نیټه هم له کیمیاوی وسلو د دمشق د استفادې په چټی پلمې سره په دغه هیواد حمله کړی وه .
د سوریې خارجه وزیر ولید المعلم وویل دامریکا په مشرۍ لویدیځ هیوادونه کوشش کوی له ترهګرو سره د مبارزې خنډ شی او دغه هیوادونه دالنصره جبهې ملاتړ ته دوام ورکوی .
هغه له ترکیې سره د اړیکو په اړه وویل مونږ هیله نلرو چې له ترکیې سره په جنګ شو خو ترکیه باید دغه خبره درک کړی چې ادلب د سوریې یو(۱) ولایت دی او له سوریې سره اړه لری .
ادلب ولایت اوس هم د ترهګرو ډلو په نیواک کښې دی او دسوریې پوځ ځان چمتو کوی دغه ولایت له النصره ترهګرې ډلې او نورو ترهګرو ډلو پاک کړی .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i76092