IQNA

اسرائیلو دیمن پرضد اقتصادی جنګ پیل کړی

23:27 - September 03, 2018
د خبر لمبر: 3481492
نړیواله:د یمن دانقلاب دلوړې کمیټۍ مشر محمد علي الحوثي هم ملګري ملتونه د خپل هیواد د اقتصاد د دړې وړې کیدا سبب وبلل .

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،مهر خبری اژانس وایی د یمن دانصار الله ولسی غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام د دغه هیواد خلکو پرضد د اسرائیلو جنګ اقتصادی وباله او ویې ویل دغه حالات دیمن دخلکو اقتصادی حالت کړکیچن کوی .
هغه وویل دیمن دخلکو پرضد دغه جنګ په داسې حال کښې ورتپل شوی چې ځینو داخلی ډلو داسې ګمان کاوه چې تمه لرونکی بهرنی هیوادونه خیریه موسسې دی .
عبدالسلام د حکومت په جوړولو کښې په بهرنیو هیوادونو تکیې کښې د کورنیو ګوډاګیانو ماتی ته په اشارې سره وویل دغه چاره سبب شوه چې یمن له اختلاف سره مخ شی او ملت به تر بریالیتوب پورې ګوډاګیان پرې نه ږدی .
د یمن دانقلاب دلوړې کمیټۍ مشر محمد علی الحوثی هم ملګری ملتونه د خپل هیواد د اقتصاد د دړې وړې کیدا سبب وبلل او ټینګار یې وکړ دسعودی عربستان او دامریکا تیریګرو او دهغوې ملګرو هیوادونو په قصدی ډول دیمن په جنوب کښې عدن ته د چاپ شویو پیسو په پچکارۍ کولو سره دیمن د ریال کرنسۍ ارزښت او بیه کمه کړی ده .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i76141

captcha