IQNA

د زړه روښانه کسانو په قرآنی نړیواله مقابلو کښې د ګډون شرطونو اعلان / په مقدماتي مرحله کښې نوم لیکلو اخیرني تاریخ لومړۍ بهمن دی

23:58 - September 05, 2018
د خبر لمبر: 3481502
مقابلو ډله: د اسلامی نړۍ زړه روښانو قرآن نړیواله مقابلو څلورمه دوره چې د را روان کال په شورو کښې پیل کېږي په کښې د ګډون شرطونو اعلان وشو او د بهمن میاشتې لومړۍ تاریخ د نوم لیکلو اخیرنۍ تاریخ ټاکلې شوې دی.

د ایکنا د خبریال د راپور له مخې، د اسلامی نړۍ زړه روښانو قرآنی مقابلو څلورمې دورې لپاره د ګډون شرطونو اعلان وشو، د دغه شرطونو په رڼا کښې هغه کسان چې غواړې په دغه مقابلو کښې ګډون وکړي چې د راروان کال په شورو کښې پيل کېږي د بهمن میاشتې لومړي تاریخ پورې فرصت لرې چې خپل اثر ؤ لېږي او یا نوم ولیکې.
په دې غوښتنه کښې راغلې چې د مقابلو اهداف، د ګډون کوونکو عمومي شرطونه او د مقابلو په مقدماتي مرحله کښې د ارزونې طریقه هم ښودلې شوې، په ادامه کښې د دغې غوښتنې متن راغلې.
مقدمه:
د سوكالۍ سازمان له اړخه د اسلامی نړۍ زړه روښانه(ړندو) کسانو قرآنی نړیواله مقابلو درې کامیابه او برمیاله دورې پيل کولو نه ورستو غواړې د دغه مقابلو څلورمه دوره د ټول قرآن کریم حفظ او د قرآن کریم په قرائت برخو کښې د راروان کال ۱۳۹۸ په بهار کښې پيل کړي.
د مقابلې موخې:
1.      د اسلامي نړۍ د ړندو په منځ کې د یووالي او پیوستون ټینګول او د ورځنې ستونزو حل
2.      د اسلامي نړی مُمتازه پرګنه ترمنځ د ړندو ټولنې له نظره علمی او کلتوری تعامل
3.      د ړندو ترمنځه د قرآن کریم د تعلیم او اخلاقیاتو کلتور خپرولو او پراختیا لپاره زمینه جوړول
4.      ړانده د قرآن کریم په فعالیتونو کښې پرمختګ او زده کړې ته تشویق کول
5.      د مختلفو هیوادونو ملي او کلتوري آثارو سره پيژندګلوی
6.      د ګډون کوونکو لپاره عمومي شرطونه
7.      لاندې ورکړی شوې عمومي شرطونه د ګډون کوونکو لپاره الزامی دی:
8.      د ګډون کوونکو عمر باید له ۱۸ نه تر ۴۵ کالو وې.
9.      د سړو ځانګړې مقابلې به د قرآن کریم په دوه برخو قرائت او حفظ کښې پیل کېږي.
10.  مقابله کوونکې یواځې په یوه برخه کښې ګډون کولې شې.
11.  کومه برخه چې مقابله کوونکې انتخاب کړې بیا یی بدلولی نشې.
12.  یو کس به مقابله کوونکې سره د ملګرتیا لپاره مجاز وې.
13.  د را لېږلي شوې هیواد تابعیت او ملیت لرل(د را لېږلي هیواد پاسپورټ لرل).
14.  د پاسپورټ د لومړۍ مخ کاپي او د ټیلیفون شمېره د ورستو د راتلونکی همغږۍ لپاره ضروري دی.
15.  د دې مقابلو په مخکې دورو کښې د لومړي نه تر دریم مقام ترلاسه کوونکې په دې دوره کښې ګډون نشې کولې.
16.  د هر یو ګډون کوونکې او ورسره د یو کس د ویزې، ټکټ او استوګنې لګښت د دې مقابلو پیل کوونکې سازمان په غاړه دی.
17.  په خپل هیواد کښې دننه د ټرانسپورټ او د استوګنې لګښت به د ګډون کوونکې په غاړه وي.
18.  اخیرنۍ مرحلې ته رسېدونکو لپاره د مدارکو را لېږلو او ترلاسه کولو اخیرنۍ تاریخ ۱۳۹۷ کال د بهمن میاشتې لومړۍ تاریخ چې د کال ۱۴۴۰ ۱۴ جمادی الاول سره او د ۲۰۱۹ ۲۱ جنوري سره سمون خورې ټاکلې شوې دې.
د مقابله کوونکو ارزونې به دارنګه پيل کېږي:
1.      د قرائت په برخه کښې ګډون لپاره شرطونه:
·         ضروري ده چې قاریان محترم لاندې ورکړي ایتونو کښې یوه برخه انتخاب او خپله تلاوت کړي او د غږ او یا د ویډیو په شکل کښې را ولېږي.
·         د سوره زمر له ۱ نه تر ۵ پورې.
·         غوره دا ده چې ضبط شوې دوتنه د کلتوری سازمان په ځای کښې او د کلتوری سازمان مشر په شتون کښې ترسره شی یا مقابله کوونکې دغه دوتنه د غوښتلې شوې بڼې په شکل کښې په دې ویبپاڼې hosseinse@gmail.com باندې را ؤ لېږلي شي.
·         ټول فایلونه به په یوه ورځ کې د نړیواله داورانو په شتون کښې قضاوت او ارزولی کېږي.
2.      د قرآن کریم ټول حفظ برخه کښې ګډون کوونکو شرطونه
·         د مقابلو په دې دورو کښې ګډون کوونکې باید خپل مدارک او مشخصات، په ورکړې شوې وخت کښې را لېږلو نه ورستو په ژوندۍ توګه ویډیو کښې نړیواله داورانو په شتون کښې مقدماتي مقابلې کښې ګډون کوي.
·         باید یادونه وشي چې د دارورانو په ژوندۍ توګه شتون کښې د مقابله کوونکې نه شتون به د هغه له مقابلو نه وتل حساب کېږي.
د ګډون کوونکو ځانګړې شرطونه
1.      په ملي او یا نړیواله قرآنی مقابلو کښې چې د ړندو ځانګړې مقابلې وې لومړي مقام ترلاسه کوونکې.
2.      د قرآن کریم تجوید، ترتیل، صوت او لحن سره په کامل توګه آشنا او په قرائت کښې د تلاوت قواعدو رعایت
3.      د پوښتنو زر ځواب ورکولو توان او د داورانو له اړخه وړاندې شوې آیتونو تلاوت
4.      د هیواد له یو معتبر قرآنی سازمان له اړخه په انتخاب شوې برخه د قرآن کریم حفظ یا قرائت په اړه لیکلې تایید
http://iqna.ir/fa/news/3743797
captcha