د پاکستان دجماعت اسلامی مشر لیاقت بلوچ په دغه سیمینار کښې په دې خبرې سره چې مسلمانان باید د حضرت امام حسین علیه السلام له شهادت درس واخلی وویل د حضرت امام حسین علیه السلام شهادت د اسلامی امت لپاره د لارې مشال او ډیوه ده .
لیاقت بلوچ وویل دښمن غواړی په پاکستان کښې د مسلمانانو ترمینځ تفرقه او نفاق رامینځته کړی او په همدې خاطر دپاکستان علما باید د محرم په ورځو کښې د اسلام ددښمانانو دسیسې ناکامه کړی او له تفرقه سره مبارزې خپل لومړیتوب وګرځوی .
د پاکستان د شیعه علماو د شورا مشر حجت الاسلام عارف حسین واحدی هم په دغه سیمینار کښې وویل حضرت امام حسین علیه السلام د نړۍ د پتیالیو مشر دی او د محرم د ورځو په غونډو او مراسمو کښې روحانیون په خپلو ویناګانو کښې د خلکو لپاره د وحدت او د سرشیندونې پیغام بیانوی او هغه کسان چې د پیغمبر اکرم ص د اصحابو سپکاوی کوی مسلمانان نه دی .
د پاکستان د لاهور د جماعت اسلامی امیر ذکر الله مجاهد وویل حضرت امام حسین علیه السلام د کربلا په دښتې کښې مسلمانانو ته پیغام ورکړ چې د اسلامی دین لپاره هر څه قربان کړی .