IQNA

اسلام آباد د امریکې له مالي مرستو بې نیازه دی

19:07 - October 01, 2018
د خبر لمبر: 3481568
نړیواله دله: د پاکستان خارجه وزیر ټینګارکړی چې اسلام آباد د امریکې مالي مرستو ته هیڅ ضرورت نه لري.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې شاه محمود قریشي چې د ملګرو متلو د عمومي اسمبلۍ کښې په غونډه کښې د ګډون او همداشان له امریکايي چارواکو سره د خبرواترو په موخه نیویارک ته تللی، وویل: زما د سفر موخه له واشنګټنه د مالي مرستو ترلاسه کول نه دي او پاکستان دې مرستو ته هیڅ اړتیا نه لري.د پاکستان خارجه وزیر همداشان د شکیل افریدي په نامه امریکايي جاسوس په هکله چې په پاکستان کښې زنداني دی، وویل چې هغه باید په محکمه کښې، د خپلو تورونو ځواب ورکړي.
د پاکستان تحریک انصاف مرستیال همداشان د افغانستان امنیتي حالاتو ته اشاره وکړه او ویې ویل: په افغانستان کښې امنیت له هر چا زیات د پاکستان په ګټه دی. هغه هیله وښودله چې په افغانستان کښې زر تر زره امنیت ټینګ شي.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i76919
captcha