
ایسنا خبري آژانس لیکلي چې د پاکستان د جمعیت علماي اسلام (سمیع الحق) څانګې مشر مولانا سمیع الحق اناتولي خبري آژانس ته په مرکه کښې ویلي دي چې په اسلام آباد کښې د افغانستان د صلحې د عالي شورا له پلاوي سره په کتنه کښې یې دغه پلاوي ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کښې د صلحې له ټینګښت سره به مرسته کوي.
هغه زیاته کړه: په افغانستان کښې صلحه د ټولې سیمې د ټکاؤ او ارامښت لپاره ضروري ده او د پاکستان جمعیت علمای اسلام په افغانستان کښې د صلحې له بهیره ملاتړ کوي.
د پاکستان د جمعیت علماي اسلام (سیمع الحق) ګوند مشر همداشان افغان ډلو ته سپارښتنه وکړه چې په خپلو کښې په یووالي او مرستې سره په افغانستان کښې صلحه ټینګه کړي او له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د ایستلو کوشش وکړي.