IQNA

ايران د ترهه ګرۍ له مالي مرستو سره د مبارزې له کنونشن سره يوځاے شو

21:19 - October 07, 2018
د خبر لمبر: 3481590
نړیواله ډله: د ايران د اسلامي شورا د جرګې استازيو نن د ترهه ګرۍ له مالي مرستو سره د مقابلې له نړيوال کنونش سي اېف ټي سره له يوځاے کېدو سره موافقه وکړه.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د ايرنا د رپوټ له مخې د ايران د اسلامي شورا د جرګې استازيو نن د ترهه ګرۍ له مالي مرستو سره د مقابلې له نړيوال کنونش سي اېف ټي سره د يوځاے کېدو لائحه له ۱۴۳ موافقو، ۱۲۰ مخالفو او ۵ ممتعو رايو سره تصويب کړه.د ترهه ګرۍ له مالي مرستو سره د مقابلې له نړيوال کنونش سي اېف ټي سره د ايران د يوځاے کېدو لائحه د اېف اے ټي اېف مالي اقدام له ډلې سره له اړوندو څلور لائحو څخه يوه لائحه ده.
د مالي اقدام ډله يا اېف اے ټي اېف د اوو صنتعي هېوادونو د ډلې جي اوۀ په نوښت سره په ۱۹۸۹ کال کښې د پېسو له وينځلو سره د مقابلې او مالي روڼتيا به هدف سره جوړه شوه.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i77085
captcha