IQNA

د ایزدانو مرکزي شورا مشر اعلان وکړو؛

۱۰۰۰ ایزدي ښځې تراوسه د داعش په بند کښې دې

22:48 - October 08, 2018
د خبر لمبر: 3481596
نړیواله ډله: د عراق د ایزدیانو مرکزی شورا مشر آروان اورتاک د داعش په زندان کښې د ۱۰۰۰ ایزدی ښځو اعلان کړی.
د ایکنا راپور له مخې، د القدس العربي نه په نقل، د ایزدیانو مرکزی شورا مشر په المان کښې د دغه خبر اعلان سره څرګنده کړه: دا ښځې جنسي غلامۍ باندې اخیستلې کېږي.
هغه د عراقی ایزدی ښځې نادیه مراد له اړخه د ۲۰۱۸ کال نوبل انعام ترلاسه کولو ته اشارې سره وویل: نادیه مراد د دې جایزې مستحقه وه، ځکه چې هغې په څلورو کالو کښې بې له دمې هڅه وکړه چې نړۍ له ایزدیانو او د داعش له اړخه وژونکو نه یی خبر کړی.
نادیه مراد عراقي ایزدی ښځه ده چې د داعش ترهګرو په کال ۲۰۱۴ کښې بندی کړې وه او د هغې جنسي ځورونو سره مخامخ وه تر دې چې درې میاشتې پس له هغه ځې نه تېښته کښې کامیابه شوه.
هغه اوس په المان کښې ژوند کوې او د داعش د چارواکو محاکمې لپاره په نړیواله عدالت کښې هڅه کوې، هغه د داعش ترهګرو خلاف د خپل روښانه فکر له سببه د ۲۰۱۸ کال د نوبل سولې جایزې لپاره وټاکلې شوه.
د کال ۲۰۱۸ د نوبل سولې جایزه، په ۱۳ مهر باندې د جمهوری دیموکراتیک کنګو نه دنیس موکویګی او د عراق ایزدی فعالې ښځې نادیه مراد ته ډالي شو، په دې دواړو کښې یو د ۶۳ کالو ډاکټر او د ښځو ماهر دی او بله ۲۵ کلنه عراقی ایزدی ښځه چې د جنسی تیرو قرباني ده.
د ملګرې ملتونو سازمان مشر آنتونیوګوترش په یوه بیانیه کښې د کنګو ډاکټر دنیس موکوګه ته او ایزدی ښځې نادیه مراد ته د نوبل سولې جایزه ترلاسه کولو نه وروستو مبارکې ویلې ده او اعلان یی کړې: دوې زمونږ ګډ ارزښتونو نه او د جنسي زیاتي نه دفاع کړې ده.
http://iqnanews.ru/fa/news/3753057
captcha