
د ایکنا راپور له مخې، د دنیا نیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ د پاکستان دجمعیت علمای اسلام س څانګې د وژل شوي مشر مولانا سمیع الحق زوي مولانا حامد الحق بیګا دخپل پلار د وژلې په باب په یولړ څرګندونو کې په ډاګه کړې و مولانا سمیع الحق ته دافغانستان دحکومت او نورو مختلفو قوتونو له خوا سخته او جدي خطره وه ځکه چې هغه د امریکا له سلطې د افغانستان آزادول غوښتل .
مولانا حامد الحق له یوه ټيلیويژني چینل سره په خبرو کې ووئيل دهغه پلار د نړیوالو جاسوسي ادارو په نښه کې ؤ . مونږ پولیسو او نورو امنیتی ادارو ته دورکړل شوو ګواښونو په باب اطلاعات ورکړي وو، او د اکوړه خټک په دیني مدرسې کې مو هم امنیتی تابیاوې سختې کړې وې ، خو مولانا صیب دغه امنیتی تابیاوې نه خوښولې ، نو ځکه به له هغه سره په سفر کې ګارډ نه ګرځید.
مولانا حامد الحق دغه راز وئيلي هغه قوتونه چې په هیواد کې داسلام غلبه نه غواړي ، او د جهاد ،دیني مدرسو او خانقاهو اوعبادت ځایونو مخالف دي ، همدغه لاسونه د مولانا سمیع الحق په قتل کې شریک دي .
په عین حال کې هغه له خپلو پلویانو غوښتي ، له زغم اوصبر څخه دې کار واخلي او دښمنانو ته دې د نیوکو موقعه نه ورکوي .
د پاکستان دجمعیت اسلامی س څانګې مشراو دطالبانو روحاني پلار مولانا سمیع الحق پرون ناوخته په پنډۍ کې پخپل کور کې ناپيژاندو کسانو په چاقوانو سره وهلی چې روغتون ته په رسولو سره ئې دسختو ټپونو له امله سا ورکړه .
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i77835