IQNA

دډی اته ډلې هیوادونه دې دامریکاله یواړخیزواقداماتو سره مقابله وکړی

0:40 - November 04, 2018
د خبر لمبر: 3481641
نړیواله ډله: د اسلامی ایران خارجه وزیرروښانه کړې،اقتصادی بندیزونه،غچ اخستونکی خوځښتونه او یواړخیزتجارتی اقدامات،نړیوال اقتصاد ګډوډولی او څو اړخیزې پراخې ملګرتیاوې په داسې حال کې چې ډیره اړتیا ورته احساسیږی ، تر اغیزو لاندې راوستلی شی .
د ایکنا راپور له مخې،  ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  داسلامی ایران خارجه وزیر  محمد جواد ظریف  نن  دترکیې په آنتالیا کې  د  ډی اته ډلې    دخارجه وزیرانو  په اتلسمې ناستې  کې پخپلې وینا کې  ووئیل ،په اوسنیو شرائطو  کې  له بل هروخته زیات  ضرورت دی ، څو    اقتصادی او تجارتی څو اړخیزوالی  د ډی اته ډلې  په څیر په چوکاټونو کې  لالوړ شی .
جواد ظریف  د آئی ایم ایف  له خوا د نړیوال اقتصاد لپاره  ځوړتیا او ټیټې اقتصادی ودې  اټکل کیدا ته په اشارې سره زیاته کړې ،  شک نشته چې   زیاتیدونکی بندیزونه او  تجارتی خنډونه او یو اړخیز پالنه   د دغه شان منفی لرلید   دانځوریدا  اصلی علت  دی .
د اسلامی ایران خارجه وزیرروښانه کړې،اقتصادی بندیزونه،غچ اخستونکی خوځښتونه او یواړخیزتجارتی اقدامات،نړیوال اقتصاد ګډوډولی او څو اړخیزې پراخې ملګرتیاوې په داسې حال کې چې   ډیره اړتیا ورته  احساسیږی ، تر اغیزو لاندې راوستلی شی .  هغه ددې خبرې په کولو سره چې  ډی اته ډله   د ګډو آئیډیاؤ د پوره کیدا او ملګرتیا لپاره  د ډیرو فرصتونو وړاندې کولو لپاره دیوې زمینې په معنا  شمیرل کیږی ، د دغې موسسې  د  اتو غړو هیوادونو  ترمینځ دملګرتیا  لپاره د ښو سټراټژیو  پر غوره کولو ټینګار وکړ .
 ډی اته ډله له اتو  پراختیائی  مسلمانو  هیوادونو  جوړه  ده  چې  داسلامی پراختیائی هیوادونو ترمینځ  د پیاوړو اقتصادی اړیکو  د رامینځةکولو او  په نړیوالو بازارونو کې د  دغو هیوادونو دنفوذ  دپیاوړی کولو لپاره  جوړه شوې ده . ایران ، انډونیشیا ،بنګله دیش ، پاکستان، ترکیه ،ملائشیا ،مصر  او نیجریه   د ډی اته ډلې غړی هیوادونه دی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i77831
captcha