ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ، په پاکستان کې داسلامی ایران سفیر مهدی هنر دوست بیګا په اسلام اباد کې د پاکستان دولسی جرګې له مشر اسد قیصر سره په کتنې کې د اسلامی هیوادونو په پیوستون کې د دغه هیواد درول په ستاینې سره وئیلی دی ، دایران حکومت او چارواکی له پاکستان سره د تعاملاتو دلاپیاوړتیا غوښتنه کوی .
په پاکستان کې دایران سفیر همداراز په دغې کتنې کې د پاکستان دولسی جرګې مشر ته د شپږو هیوادونو دپارلیمانونو دمشرانو په دوهمې غونډې کې دګډون بلنه هم ورکړه ،چې ټاکل شوې ده په راتلونکی میاشت کې دایران په کوربتوب په تهران کې جوړه شی .
دپاکستان د ولسی جرګې مشر اسد قیصر هم په دغې کتنې کې وئیلی دی ، د سیمې د هوساینې ، امنیت او سولې د پراختیا لپاره له اسلامی ایران سره د پاکستان دنزدو اودوستانه اړیکو پراختیا د وخت یو مهم ضرورت دی .
ټاکل شوې ده ، د ایران ، ترکیې ،پاکستان ،افغانستان ،چین ،روسیې دپارلیمانونو دمشرانو دوهمه غونډه په په راتلونکی میاشت کې په تهران کې جوړه شی ، د دغو هیوادونو د پارلیمانی مشرانو لومړنۍ غونډه هم د تیر کال په دسمبر کې په اسلام اباد کې جوړه شوې وه .