د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، دتهران دجمعې لمانځه موقته امام ایت الله سید احمد خاتمی ټیڼګار وکړ مسلمانان باید په وحدت سره د سترو قدرتونو د دسیسو په مقابل کښې مقاومت وکړی او اجازه دې ورنکړی داسلامی امت ترمینځ درز رامینځته شی .
هغه نن دتهران دجمعې لمانځه په خطبو کښې د مسلمانانو ترمینځ د وحدت پرضرورت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه شیعه او سنی باید په خپلو مشترکاتو (ګډولو) تکیې سره داسلام د دښمانانو په مقابل کښې ودریږی او په وحدت سره امریکا ته سخته څپیړه ورکړی .
دتهران د جمعې لمانځه خطیب ایت الله سید احمد خاتمی دغه راز بسیج د دین او د ارزښتونو په دفاع کښې د چمتووالی کلتور وباله او ویې ویل دبسیج کلتور په عراق کښې نیتجه ورکړه او موصل ښار یې د داعش ډلې له شر څخه وژغوره او په لبنان ، یمن او سوریې کښې هم بسیجی کلتور نتیجه ورکړی ده .
هغه د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ایران ضد څرګندونو ته په اشارې سره وویل دامریکا حکومت په خپله ترهګر او دترهګرو رزونکی وو او دی او امریکا سوریې ته ټروریسټان واستول او د عربستان چې د داعش او دنورو ترهګرو ډلو د جوړولو اصلی عامل دی ملاتړ کوی .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله سید احمد خاتمی په یمن کښې د سعودی عربستان او دهغه دملاتړو هیوادونو جنایتونو ته په اشارې سره وویل نړیوالې ټولنې دیمن له ازمیښت څخه ناکامه راوتلی دی او یوازې په یمن کښې د عربستان د ال سعود او دهغه د ملاتړو هیوادونو د جنایتونو په غندلو بسنه کوی او امریکا چې د سعودی عربستان اصلی ملاتړی ده باید په ریاض دباو راوړلی چې دیمن دخلکو پرضد له جنایته لاس واخلی .
هغه په نیواکی ټاټوبو ( اسرائیلو ) کښې وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره هیله وکړه دفلسطین په غزې تړانګې له یرغل او دنیواکی ټاټوبو په لور د فلسطین دمقاومت د توغندیو له توغول کیدا وروسته د صهیونیسټ رژیم په کابینې کښې د لړزانتیا په دوام سره ډیر زر د صهیونیسټ رژیم له مینځه تلل ووینو .
http://parstoday.com/ps/news/iran-i78379