IQNA

په پاکستان کښې دچین په کنسولګرۍ برید شوی

23:40 - November 23, 2018
د خبر لمبر: 3481694
 نړیواله ډله: امریکا د چین او د پاکستان د اقتصادي کوریډور سي پیک (China–Pakistan Economic Corridor) سخته مخالفه ده او دسعودي عربستان په مرستې سره سره کوشش کوي دغه پروژه ناکامه کړي .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، دپاکستان دسیند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې نن د چین په کنسولګرۍ د څو ترهګرو په حملې کښې دوه(۲) پولیس او دوه(۲) ملګی وګړی ووژل شوی او دغه راز د پولیسو او د رینجر ځواکونو په ډزو کښې درې ترهګر هم هلاک شوی دی او له هغوې وسلې او چاودیدونکی مواد کشف شوی دی .
په دغه پیښه کښې د پاکستان یو (۱)پولیس ژوبل شوی هم دی .
دوه(۲) وژل شوی ملکی وګړی پلار او زوی دی کوم  چې د چین د ویزې د ترلاسه کولو لپاره کنسولګرۍ ته ورغلی وو .
حمله کونکو غوښتل چې د چین کنسولګرۍ ته ورننوځی خو ساتونکو یې مخه ونیوله .
په دغه پیښه کښې دچین دکنسولګرۍ هیڅ کارکونکی ته کوم تاوان نه دی رسیدلی او هغوې روغ رمټ دی .
امریکا د چین او د پاکستان د اقتصادی کوریډور سی پیک (China–Pakistan Economic Corridor) سخته مخالفه ده او  دسعودی عربستان په مرستې سره سره کوشش کوی دغه پروژه ناکامه کړی او د چین او دپاکستان اړیکې خرابې کړی .
په ننۍ پیښه کښې د امریکا او دسعودی عربستان د لاس لرلو زیات احتمال شته .
چین نن په کراچۍ ښار کښې په خپلې کنسولګرۍ ترهګره حمله په کلکه وغندله او په پاکستان یې غږ وکړ چې په هیواد کښې د چین د ښاریزو او د ډیپلوماټیکو ځایونو د امنیت دتضمینولو لپاره عملی ګامونه پورته کړی .
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i78374
captcha