IQNA

په ننګرهار کښې د ملي امنیت ادارې سل میله وسلې د ډایاک پرګرام ته وسپارلې

21:53 - November 28, 2018
د خبر لمبر: 3481710
نړیواله ډله: د افغانستان د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیانی وایي: د دې ولایت د ملي امنیت ادارې مسئولینو سل میله بیلابیل ډوله وسلې او یوه اندازه مهمات د بې وسلې کولو یا ډایاک پروګرام مسئولینو ته وسپارلې.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان د ننګرهار د والي  ویاند عطا الله خوګیانی وایي: د دې ولایت د ملي امنیت ادارې مسئولینو سل میله بیلابیل ډوله وسلې او یوه اندازه مهمات  د بې وسلې کولو یا ډایاک پروګرام مسئولینو ته وسپارلې.د والي ویاند وویل چې د ملي امنیت ادارې دا وسلې د عملیاتو پر مهال د دولت له مخالفو ډلو او همدارنګه دسولی له پروسی سره د وسله والو  مخالفینو دیو ځاې کیدو پر مهال تر لاسه کړې وې. په ننګرهار کښې د بې وسلو کولو یا ډایاک پروګرام مسئول ډګروال غلام حسین وایي، له دې وسلو څخه به د ملي اردو او نور امنیتي ځواکونه د هیواد د دفاع په برخه کښې ګټه پورته کړي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې سږ کال په ننګرهار کونړ او لغمان ولایتونو کښې ۷۲۰ میله سپکې او درنې وسلې د دولت د مخالفو ډلو او نا مسئوله وسله والو له منګولو تر لاسه کړي او دوي ته یې سپارلې دي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i78497
captcha