IQNA

د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو مهال ویش اعلان شو

23:49 - November 29, 2018
د خبر لمبر: 3481718
نړیواله ډله: د افغانستان د انتخاباتو کمیشن د دغه هیواد د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو مهال ویش اعلان کړ.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، شفقنا خبري آژانس خبر ورکړی چې د دغه مهال ویش له مخې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو نوم لیکنه د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ له وړومبۍ نیټې پیلیږي او دولس ورځې به دوام ولري.د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن د رپورټ له مخې، د کاندیدانو وړومبۍ لړلیک به د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په اتمه او فاینل لړلیک به یې په شکایتونو له غور وروسته د فرورۍ په ۲۴ نیټه خپور شي.
د مهال ویش په اساس ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکي ۲۰۱۹ کال د اپریل په شلمه ترسره شي او فاینل پایلې یې د همدغه کال د جون په پنځلسمه اعلان شي.
د افغانستان په دې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کښې به رایه ورکونکي د ثبت شویو پیژندپاڼو په کارولو سره خپلې راې وکارولی شي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i78522
captcha