IQNA

د دهلی د مبلغانو او جمعې امامانو په غونډه کښې بیان شو

انټرنېټ د عالمانو لپاره ګټور فرصت

23:06 - December 04, 2018
د خبر لمبر: 3481729
نړیواله ډله: د هند په دهلی ښار(د هند پلازمینه) کښې د جمعه د لمونځ امامانو او مبلغانو په یوه غونډه کښې انټرنیټ د عالمانو لپاره یو ګټور فرصت وټاکلو.

د ایکنا راپور له مخې، له هند، د جمعه د لمونځ امامانو غونډه، د دهلی د جوماتونو امامانو او مبلغانو غونډه د حجت الاسلام مهدی پور(په هند کښې د ولایت فقیه غړې) حجت الاسلام حسن مهدوی مهر(د جامعة الامصطفی العالمیة د تېر مشر ځئ ناستې) او حجت الاسلام محمد رضا صالح(په هند کښې د جامعة المصطفی العالمیة غړې) شتون سره په جامعة الشهید رابع مدرسه او د میرزا محمد کامل سبزواری په (رابع)څلورم شهید باندې معروف کښې پيل شو.
مهدوی پور په دغه غونډه کښې بیان کړه: جامعة المصطفی د اسلامی انقلاب له سازمانونو څخه دی چې د روزنې او د مبلغانو د نړۍ بېلابېلو سیمو ته لېږل. همدارنګه دا اقدام، سبب ګرځې چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کښې چې شیعه لږ وو اوس په ملیونو شیعیان شتون لرې او قدرت سره خپل فعالیتونو ته ادامه ورکوې.
هغه په دې ادامه کښې د جامعة المصطفی موخه د دینی عالمانو روزنه او د ولی فقیه فکر سره نښلو ته اشارې سره وویل: انټرنیټ د عالمانو لپاره ګټور فرصت دی، هغوي باید په دغه ډګر کښې اطلاعات ترلاسه کړې. او د دغه ډګر باید او نه باید خلکو ته څرګنده کړې، او خلکو ته د اسلامی، دینی او تبلیغی معارفو خپرولو لپاره هڅې وکړې.
مهدوی مهر هم په دغه غونډه کښې وویل: الله هر انسان ته فرصت ورکوې چې انسان باید له هغه فرصت ګټه ترلاسه کړې عالمان اسوه حسنه او په دین عمل کوونکې دې. هغه لاره چې دا ډله له ټولنې خلکو څخه پرې روانه شوې ده. زیاتې ستونزې شتون لرې. باید په ذهن کښې وساتو چې هرڅومره ستونزې زیاتې وې د انسان فضیلت نور هم زیاتېږي.
هغه د عالمانو لار د پیغمبرانو لار وټاکله او زیاته یی کړه: د دین د تبلیغ په لار کښې د سختو او زحمتونو وړل د پیغمبر صلی الله علیه و آله د خپو په خاپونو خپه اېښودل دی او په اسوه حسنه عمل دی، که چرې یو کس په دغه لار کښې هدایت شي له هر هغه څه چې نمر پرې روښانه وې زیات ارزښت لرې. باید له دې موضوع نه ستاینه وکړو.
http://iqna.ir/fa/news/3768290
captcha