IQNA

د شارجه په قرآن جایزه کښې د بهرني ملتونو ګډون

23:50 - December 24, 2018
د خبر لمبر: 3481804
نړیواله ډله: د امارات شارجه جایزې قرآن او سنت ملي مقابلو ۲۲ دورې په مقدماتي مرحله کښې په دغه هیواد کښې مېشته ملتونو او ښاریزو ګډون سره پيل کېږي.
د ایکنا راپور له مخې، د الاتحاد اماراتي ورځپاڼې ویبپاڼې نه په نقل، دا مقابلې د ۱۳۰۵ ګډون کووونکو شتون سره د شارجه قرآن او سنت موسسې په همت سره شورو شو او تر یوې میاشتې ادامه لري.
د مقابلو دا دوره ستر استقبال سره مخامخ شوې او په مقدماتي مرحله کښې له بېلابېلو ډلو نه د ګډون کوونکو شمېر پرمختګ لرې چې د شارجه په اللیة سیمه کښې د نبوی سنت او قرآن په موسسه کښې پيل کېږي.
ګډون کوونکې په دې مقدماتي مرحله کښې د اماراتو له بېلابېلو سیمو او په دغه هیواد کښې مېشته د نورو ملتونو او ښاریزو نه شتون لري او دا مقابلې په دوه برخو د سړو او د ښځو برخو کښې پيل کېږي.
دا مقابلې چې په ۱۰ بېلګو کښې د قرآن حفظ، ۵ بېلګې د حدیث حفظ او ۴ بېلګې د معذوره ځانګړې کسانو لپاره دی.
عمر الشامس، د قرآن کریم او سنت شارجه موسسې مشر، په دې اړه څرګنده کړه: د دې مقابلو مقدماتي مرحله د زیارت له ورځې (۲۹ آذر) نه په دغه موسسې کښې شورو شوې او تر یوې میاشتې ادامه لرې.
هغه زیاته کړه: د مقابلو دا دوره د ګډون کوونکو له اړخه په بېلابېلو بېلګو کښې ګډون سره ستر استقبال سره مخامخ شوې چې جوایز یی د اماراتو تر یو ملیون درهم رسېږي.
http://iqnanews.ru/fa/news/3774399
captcha