IQNA

د اسلامی نړۍ څېړنو مرکز له اړخه خپور شو؛

د الاقصی جومات مصحف؛ د قرآن کریم لومړۍ فلسطینی نسخه

13:32 - December 26, 2018
د خبر لمبر: 3481808
نړیواله ډله: محمود هباش د فلسطین قاضی القضات او د اسلامی نړۍ هنر، تاریخ او کلتور څېړونکو مرکز(ارسیکا) د اسلامی همکارۍ سازمان سره تړلې مرکز د فلسطین لومړۍ قرآن کریم «د الاقصی جومات مصحف» موافقې لیک لاسلیک کړو.

د ایکنا راپور له مخې، د فلسطین خبرونو چینل نه په نقل، د دینی چارو مرستیال محمود هباش، د فلسطین د خپلواکۍ سازمانونو مشر محمود عباس، په دې اړه وویل: د الاقصی جومات مصحف لیک او د دینی سرچینو او پوهانو او په تېره د الازهر له اړخه دغه نسخې د تایید او د آیتونو، سورتونو او د ټول اړخیزه څېړنې او بیا کتنې نه ورستو د فلسطینی مصحف چاپ لپاره ضروري اقدامات شورو کړې او هیله لرو چې د ۲۰۱۹ کال د الاقصی جومات مصحف کال وې.
هغه په ادامه کښې د فلسطین خپلواکۍ سازمانونو مشر ته د دغه پروګرام پر اهمیت باندې او د هغې د زر تر زه سره ته رسولو لپاره هر ممکنه امکانات ورکولو باندې ټینګار سره څرګنده کړه: د قرآن کریم فلسطینی نسخه، الاقصی جومات د مسلمانانو لومړۍ قبله نوم لري او د الله د کتاب او د دغه سپېڅلې ځمکې او په تېره دغه سپېڅلې حرم چې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د معراج محل دی سره تړون څرګنده وي.
د الاقصی جومات مصحف؛ د قرآن کریم لومړۍ فلسطینی نسخه
هغه زیاته کړه: د الاقصی د جومات او د مکی حرم تړون د اسلامی عقیدو له اساسو او د قدس اسلامی کېدو باندې ټینګار سره قدس د فلسطین تل تر تله پلازمینه او په اسلامی نړۍ کښې د ټولو مسلمانانو معنوي پلازمینه ده.
هباش څرګنده کړه: د ارسیکا مرکز، لوجستیکی او د چاپ لپاره لازم مشورې او د الاقصی جومات مصحف ښکلا د خطي نسخې پر اساس چې د فلسطینی خطاط ساهر کعبی به قلم لیکلې شوې هنري حمایت کوونکې او د فلسطین حکومت یی خاوند دی.
هغه په ادامه کښې وویل: د خلکو او د موسسو چې غواړې په دغه اسلامی – تاریخی اثر کښې مرسته وکړي نو د همکارۍ لپاره لار خلاصه ده.
http://iqna.ir/fa/news/3774746
captcha