د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، ایرناخبری آژانس راپورورکړ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیګا دملګروملتو دامنیت شورا په جوړښت په نیوکو سره ووئیل دغه جوړښت ناعادلانه دی او هیڅوک باید له دغې شورا د مسلمانانو د حقوقو د رعایتولو او عدالت تمه ونه لری . دترکیې ولسمشر زیاته کړې ،د نړۍ په اوسنی نظام کې دمسلمانانو لپاره د برخلیک دټاکنې حق په رسمیت نه دی پیژندل شوی او سره له دې چې اسلامی نړۍ څه دپاسه یو نیم میلیادډ نفوس لری ، خو هیڅ یو هیواد دامنیت شورا دایمی غړی نه دی .
رجب طیب اردوغان ټینګار کړی ، نړۍ د ملګروملتو دامنیت شورا له پنځو دایمی غړو لاستره ده ، پر دې اساس باید د دغې شورا په جوړښت کې اساسی بدلون راوستل شی .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i79220