IQNA

په کابل او جلال آباد کښې د اور لګېدنو له امله په لسګونو تنه مړ يا ژوبل شول

23:31 - January 04, 2019
د خبر لمبر: 3481835
نړیواله ډله: په افغانستان کښې د اور لګېدنې په وړومبۍ پېښه کښې د کابل د ښار نهمې حوزې اړوند عبدالحق څلور لارې ته څېرمه بېګا د اور لګېدو له امله ۳ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان شوي دي.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر وحيدالله مايایر وويل چې په دغه پيښه کې ۳ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ژوبل شوي خو د شپږو  زخميانو روغتيايي حالت يې د انديښنې وړ وبلۀ.د پيښې عيني شاهدانو ويلي دي چې  وړومبې په کابل ټاور کښې چاودنه رامنځته شوه او له هغې وروسته اور ولګید.
د عيني شاهد په وينا چې اور ډېر تيز و چې له امله يې لسګونه دوکانونه او د کابل ټاور څو پوړونه سوځېدلي دي او د دې ترڅنګ په کابل ټاور کې میشتو کورنيو ته هم ډېر زيان اوښتی دی.
تر اوسه په دې اړه د کورنيو چارو وزارت څه نه دي ويلي.
په يوه بله پېښه کښې د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار په يوه مارکېټ کې د لګېدلي اور د مړه کولو هڅې ګړندۍ شوي او هڅه کېږي چې نورو ځايونو ته يې د غځېدو مخه ونيول شي.
د ننګرهار د اطفايې مدير د معلوماتو له مخې، اور نن سهار وختي د برېښنا د شارټۍ له امله د نور محمد په نوم  ديو تن مارکېټ کې چې په کې د سېمسارۍ او نور توکي پلورل کېږي، لګېدلی دے.
نوموړے وايي،اور د مارکېټ په شپږو پوړونو کښې لا روان دے او د اور وژنې ډله هڅه کوي چې نورو مارکېټونو ته د اور غځېدو مخنيوی وکړي .
که څه هم تر دې دمه د زيانونو په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي؛ خو په مارکېټ کې د ميليونونو افغانيو په ارزښت توکي شتون لري.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګیاڼي هم رسنيو ته ویلي چې اور د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوی او اور وژونکې ډله د پېښې ځای ته رسېدلې ده .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i79443
captcha