IQNA

د ایران ولس به امریکې ته تاریخي ماتې ورکړي

23:36 - January 09, 2019
د خبر لمبر: 3481851
نړیواله ډله: د اسلامي انقلاب معظم رهبر وویل: امریکایان په خوشالۍ سره وايي چې د ایران په ولس یې لګولي بندیزونه په تاریخ کښې مخینه نه لري خو د ایران ولس په دې لړ کښې هغوي ته داسې ماتې ورکوي چې په تاریخ کښې به بې مخینې وي.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي نن، د ۱۳۵۶ کال د مرغوي په نولسمه نیټه د قم د خلکو د تاریخ جوړونکي پاڅون د کلیزې په موقع، د دغه ښار د زرګونو خلکو په کتنه کښې زیاته کړه: د امریکې او د ایران د ولس د مقابلې جرړه او اصلي مسئله، د حق او باطل تاریخي او ذاتي مسئله ده ځکه چې استکبار او استعمار د ولسونو په وینې پايي او اسلامي انقلاب د دې څرګند ظلم په وړاندې ولاړ دی او د ولسونو د بیدارولو کوشش هم کوي.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي په ګڼو هیوادونو کښې د (مړه دې وي امریکا) غږ اوریدل بې مخینې او د ایران د بریا یوه نښه وبلله او څرګنده یې کړه: استکبار هڅه کوي چې ولسونه له ایرانه په ویرونې، له اسلامه په ویرونې یا له شیعه و په ویرونې سره ګمراه کړي خو ولسونو ذاتاً له اسلامي ایران سره دښمني نه لري او هر ځاې چې حقیقت څرګند او روښانه شي، ورڅخه ملاتړ کوي.
دوي په اروپا او امریکا کښې د ځینو پیښو رامینځته کیدل په لویدیځ تمدن کښې د ځینو معنوي نیمګړتیاوو د خطرناکو پایلو د راڅرګندیدو نښه وبلله او زیاته یې کړه: بل لوري ته دیني ولسواکي او د اسلامي تمدن په لور خوځښت د دنیا د ماډرن امکاناتو او اوزارو په کارولو سره دوام لري او دا حقیقت په مستکبرانو رعب اچوي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر همداشان وویل چې له ایران سره د نړۍ د ظالمانو د دښمنۍ اصلي وجه د اسلامي انقلاب د ستر حرکت ماهیت او حقیقت، د ولس شجاعت او سرشیندنه او د اسلامي انقلاب په اصولو باندې د نظام بشپړه او دوامداره پایبندي وبلله او زیاته یې کړه چې که د خدای په فضل دا خوځښت د خپل نظر وړ پایلو ته ورسیږي نو د لویدیځ استکبار او استعمار ټغر ټولوي.
دوي تر ننه پورې د امریکې د محاسباتي نظام د کمزورۍ دوام یو حقیقت وباله او څرګنده یې کړه: ځیني امریکايي چارواکي داسې څرګندوي چې ګني لیوني دي، البته زه دا نه منم خو په حقیقت کښې (اوله درجه کم عقل) دي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ځینو لویدیځوالو نااړونده خبرې د جوکرانوJokers  خبرو ته ورته وبللې او زیاته یې کړه: هغوي ایران ته سپارښتنه کوي چې بشري حقوق له سعودیانو زده کړي، نو آیا دا خبره د یو جوکر او ټوقمار خبره نه ده؟
http://parstoday.com/ps/news/iran-i79565
captcha