IQNA

د ماسکو په جامع جومات کښې د قرآن کریم شپه ورځ قرائت

11:04 - January 27, 2019
د خبر لمبر: 3481890
نړیواله ډله: د روس د ماسکو ښار په جامع جومات کښې د قرآن کریم شپه ورځې قرائت طرحه پيل کړې ده.

د ایکنا راپور له مخې، په روس کښې د ایران کلتوری سازمان نه په نقل، په دغه طرحه کښې ۲۴ ګنټې به قاریان شپه ورځ په وار باندې به د قرآن کریم تلاوت کوې او یواځې د لمونځ په وخت به دمه کوي.
د قرآن کریم شپه ورځ قرائت د ماسکو د دغه جامع جومات د ویبپاڼې «mihrab.ru» نه هم خپرېږي او چارواکو د دې طرحې موخه د الله د کتاب لمانځل اعلان کړي.
دا طرحه له ۱۷ دی میاشتې(۷ جنوري ۲۰۱۹) سره سم د روس مسلمانانو لارښود او مفتي شیخ راویل عین الدین د خیر دعا سره ترسره کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3783320
captcha