
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل،  په دغو دستورو کې آیت ا... سید  احمد خاتمی پخپلې وینا کې  دحضرت فاطمة الزهرا سلام ا...علیها  دشهادت  له شپو ورځو  سره   داسلامی انقلاب د څلویښتمې کلیزې  یو وخت والی ته  په اشارې سره  ووئیل  ، داسلامی انقلاب  ستر ویاړ  دحضرت صدیقةالکبری    او دهغې بزرګوارې دلوړو موخو په لاره کې  حرکت  دی .هغه روښانه کړې ،   دایران دملت په ضد دښمنیانې به ، دغه ملت  لاپیاوړی کړی  او  بې شکه  به  له سختو اوپیچلو خنډونو سرلوړی ووځی .
 په دغو  دستورو کې   همداراز  مداحانو اوذاکرانو  د حضرت فاطمة الزهرا   پر کړاؤنو اوسختیو  په ویر اوماتم کې مرثیې  او  نوحې ووئیلې .
 دتهران ریډیو درست کارکونکی هم  دایّام فاطمیّه  په مناسبت  دنړۍ درستو  پتمنو په تیره بیا داهل بیت علیهم السلام مینه والو ته دزړه  له کومې تسلیّت وائی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i80149