د ایکنا راپور له مخې، د محور نیوز نه په نقل، محمد عزیز عابد، چې د لوګر پوهنتون استاد دی زیاتوي، چې د قانون په سم ډول نه پلې کېدل د هیواد د ټولو میشتو قشرونو په زیان دی او د افرادو حقونو له منځه وړي.
وحیدالله د لوګر پوهنتون یو بل تن استاد دی، دی د قانون په اړه د عامه پوهاوي نشتون د قانون د تطبیق پرواندې لوی خنډ بولي او زیاتوي، چې یاده چاره ددې باعث شوې تر څو قانون په سم ډول پلی نشي.
دی د دې ترڅنګ غوښتنه کوي، چې قوانین د هیواد په ټولو اتباعو باید یو ډول پلی او عملي شي.
عبدالناصر ستانکز د لوګر پوهنتون مشر دی ، دی وايي، چې د قوانین د سم ډول تطبیق لپاره اړینه ده، چې ښه اساسي قانون موجود وي ، ترڅو نورو قوانین په سم ډول د اساسي قانون تر چتر لاندې تطبیق شي.
یاده دې وي، چې د هیواد زیاتره لرې پرتې ولسوالۍ په ډېره کمه کچه لوستی قشر لري، چې ځينې يې د قوانینو په اړه خبراوی لري، خو په زیاته کچه هغه وګړي، له قوانینو څخه ناخبره پاتې دي، چې په لرږ پرتو ولسوالیو کې اوسېږي ، نالوستي دي او پدې اړوند د عامه پوهاوي لپاره لازم پروګرامونه ورته په لاره ندي اچول شوي .