IQNA

11:26 - March 01, 2019
د خبر لمبر: 3481981
نړیواله ډله: د پاکستان خارجه وزير د هغه هندي پائيلټ کورنۍ ته چې د پاکستان فوځي ځواکونو وړمه ورځ نيولے ؤ په يو پېغام کښې وويل، اسلام آباد به له هغه سره انساندوستانه سلوک ولري.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ ویبپاڼې نه په نقل، د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې شاه محمود قريشي پرون په خپل دغه پېغام کښې د نيول شوي پائيلټ کورنۍ ته ډاډګيرنه ورکړه چې د هغه د سلامتيا په اړه دې اندېښنه نه کوي.
قريشي زياته کړه ، هغه څه چې اسلام آباد د دغه هندي اسير په اړه وښودله له ذمه وارۍ قبلونې سره مل د انساندوستانه سلوک دے.
همدارنګ د پاکستان وزير اعظم عمران خان هم پرون وويل ، اسلام آباد به د جُمعې په ورځ په يو صلح ايز اقدام کښې نيول شوے هندي پائيلټ ازاد کړي.
له بلې خوا د هند خارجه وزارت پرون په نوي ډيلي کښې د پاکستان د شارډزفيئر په احضارولو او د پاکستان د هوائي ځواک لخوا د هند د هوائي حدودو په خلاف ورزۍ د احتجاج په کولو سره له اسلام اباده د خپل اسير پائيلټ د ازادولو غوښتنه کړې وه.
له دې مخکې د پاکستان رسنيو اعلان کړے ؤ چې د دغه هېواد هوائي ځواک د هند دوه جنګي الوتکې نسکورې کړې او يو هندي پائيلټ يې اسير کړے دے.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i80641


د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: