IQNA

22:33 - March 02, 2019
د خبر لمبر: 3481985
نړیواله ډله: د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د افغانستان حکومت له فلسطینیو کډوالو سره د یو میلیون امریکايي دالرو مرسته کړې ده.

د ایکنا راپور له مخې، د اطلاعات روز  افغانستان خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په ملګروملتونو کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په ۴۶ ناستې په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د فلسطینیو کډوالو د مرستو له کمیسار پیري کروهنبهول سره لیدلي او ښاغلي کروهنبهول ویلي، چې دا مرستې به د فلسطینيو ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې ولګول شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد دالر به د ملګرو ملتونو لپاره د فلسطینیو کډوالو ادارې ته ورکړ شي.
د یادونې وړ ده، چې د جمعې پر ورځ په ترکیه کې د افغان سفارت له لارې یو میلیون دالر د ملګرو ملتونو بانکي حساب ته لیږل شوي دي.

http://iqnanews.ru/fa/news/3794619

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: