IQNA

د ځنې رایو په ګوته کړه؛

د امریکا مسلمانان تر ټولو نه زیات تبعيض سره مخامخ دی

22:11 - March 10, 2019
د خبر لمبر: 3482015
نړیواله ډله: په لوړه کچه ځواب ورکوونکو په یو رایې کښې چې په امریکا کښې ترسره شوه، وویل په دغه هیواد کښې مسلمانان تبعیض سره مخامخ دی.

د ایکنا راپور له مخې، د ینی شقق ورځپاڼې نه په نقل، په دغه رایې کښې چې پایلې یی د جمعې(۱۷ اسفند) باندې خپره شوې ځواب ورکوونکې اعتقاد لرې چې زیات مسلمانان له هرې دینی ډلې د امریکا په ولایتونو کښې تبعیض سره مخامخ دی.
دغه رایې د هاریس ایک (HarrisX) مشورتي خدمتونو شرکت او هیل خبرونو ویبپاڼې له اړخه ترسره شوې ده.
په سلو کښې له ۸۵ نه زیات ځواب ورکوونکو وویل په امریکا کښې مسلمانان له تبعیض سره مخامخ دی، په داسې حال کښې چې ځنې په سلو کښې له ۷۹ کسانو وویل چې یهودیان له تبعیض سره مخامخ دې، همدارنګه ۶۱٪ وویل چې مسیحیان او ۵۵٪ وویل چې ملحد کسان له تبعیض سره مخامخ دې.
د دې رایې پایلې د امریکا په کانګریس کښې د یهودیانوویره، اسلام ویره او د نفرت نورو ډولونو محکوم کولو لپاره حکم تصویب کولو نه یوه اونۍ ورستو خپره شوې دې.
http://iqna.ir/fa/news/3796465
captcha