IQNA

23:14 - March 17, 2019
د خبر لمبر: 3482030
نړیواله ډله: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د افغان سولې د روان بهیر په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د یاد هېواد سفیر احضار کړی دی.
د ایکنا راپور له مخې، د نه په نقل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په کابل کې د پاکستان سفیر د یاد هېواد د لومړي وزیر عمران خان د وروستیو څرګندونو په باب احضار کړی او په دې اړه یې ورڅخه وضاحت غوښتی دی.د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خبره شوې اعلامیه کې راغلي، په افغانستان کې د نوي حکومت د جوړیدو په اړه د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه ده نو ځکه یې په کابل کې په دې تړاو د پاکستان سفیر احضار کړی دی.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي وو چې افغانستان د سولې وروستۍ هوکړې ته نږدې شوی او ډېر ژر به دغلته یو نوي حکومت چې ټولې خواوې پکې شاملې وي جوړ شي. هغه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي خو زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې سوله د پاکستان له ثبات سره مرسته کوي او له دغو هېواد سره د سوداګرۍ په پراختیا کې ښه نقش لوبولای شي.
https://ariananews.co/ps/afghanistan
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: