IQNA

د البغدادي مرستیال په عراق کې ونیول شو

23:00 - April 06, 2019
د خبر لمبر: 3482070
نړیواله ډله: د عراق یو فوځي چارواکي د دغه هېواد په لویدیځ کښې د داعش ترهګرې ډلې د مشر د یو مرستیال د نیول کېدو خبر ورکړ.
د ایکنا راپور له مخې، parsstoday.com\ps  نه په نقل، د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د رپورټ له مخې،د الحشد الشعبي ډلې یو قومندان«قطري البعیدي» څرګنده کړه چې د عراق په لویدیځ کښې په «الانبار»  صوبه کښې یې د یو لړ کمیني عملیاتو په دوران کې د داعش تکفيري ډلې د مشر ابوبکر البغدادي یو مرستیال نیولی دے.
البعیدي زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه د« عکیل عبد ملاجي» لارې په سره په یوه ځاے پر ځاے شوي کمین کې په دې توانیدلي چې د البغدادي مرستیال له نښتې پرته ونیسي.
نوموړي څرګنده کړه چې؛دغه کس د داعش ترهګرې ډلې د مشر پورې تړلی کس دے،هغه د عراق په هغه ملکي او نظامي وګړو د بریدونو او وژنو کارنامې له ځانه سره لري چې د «کما» په نوم محلي ګیا پسې به د ښتو ته تلل او نوموړے حتماً د ابوبکر البغدادي د پټن ځای څخه خبر دے.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د عراق امنیتي ځواکونو د بعقوبه په شمال کې د داعش ترهګرې ډلې د یو بل قومندان د نیول کېدو خبر ورکړی و.
بچوې: ایکنا
captcha