IQNA

دقطر په غونډې کښې دحکومت استازی ګډون نلری

23:35 - April 09, 2019
د خبر لمبر: 3482076
نړیواله ډله: دیوراپورله مخی طالبانو وویل په قطر کښې له دغه ډلې سره د سیاسی ګوندونو د خبرواترو په دوهم (۲)پړاو کښې به د دحکومت هیڅ استازی ګډون ونلری .
د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، ولسمشر اشرف غنی پرون په قطر کښې له طالبانو سره د سیاسی ګوندونو د خبرواترو په دوهم(۲) پړاو کښې د ګډون لپاره دحکومت د استازیو یو(۱) فهرست خپور کړ .
طالبانو نن په یوې (۱) بیانیې کښې وویل د قطر دغه غونډه دسولې رسمې خبرې اترې نشو بللی بلکې ګډون کونکی به یوازې د نظرتبادله وکړی او خپل دریځونه به اعلان کړی .
طالبانو ویلی دی که چیرې دقطر په غونډې کښې د ګډون کونکو په فهرست کښې د حکومت دځینو چارواکو نومونه وی هغوې یوازې دخپلو شخصی نظرونو د څرګندولو لپاره ګډون کوی .
داپه داسې حال کښې دی چې حکومت هیله څرګنده کړی ده چې وکولای شی له طالبانو سره د سیاسی ګوندونو د خبرواترو په دغه پړاو کښې نیغ په نیغه له طالبانوسره دسولې خبرې وکړی .
د طالبانو او دسیاسی ګوندونو دخبرواترو دوهم (۲) پړاو د اپریل په ۱۴ او ۱۵ نیټه په قطر کښې ترسره کیږی .
https://ariananews.co/ps/afghanistan
captcha