IQNA

د طبیعي پیښو له ۳۳ زیانمنو کورنیو سره مرسته وشوه

11:30 - April 23, 2019
د خبر لمبر: 3482113
نړیواله ډله: د غزني ولایت د مرکز او ځینو ولسوالیو اړوند له هغو ۳۳ کورنیو سره نغدي، د خوراکي او غیر خوراکي موادو مرسته وشوه چې د وروستیو اورښتونو له کبله زیانمن شوي وو.
د ایکنا راپور له مخې، د آوا ویبپاڼې نه په نقل، د مرستو په دغه بسته کې له هغو ۱۱ کورنیو سره چې د اورښتونو له کبله یې هستوګنیز کورونه په بشپړ ډول نړیدلي وو، هري کورنۍ سره(۱۵۰۰۰) افغانۍ نغدي، د آشپز خاني د یو بشپړ سیټ، ۱۲ مترمربع فرش، ۳ تختي کمپلي او ۱۲ مترمربع ترپال مرسته وشوه. دغه راز له ټولو ۳۳ کورنیو ته خوراکي مواد هم وویشل شول چې هري کورنۍ ته پکي( یوه ۵۰ کیلویې بورۍ اوړه، یوه ۵۰ کیلویې بورۍ وریژي، ۱۰ لیتره غوړي، ۷ کیلوګرامه لوبیا، ۷ کیلوګرامه بوره او یو کیلو چای).
https://www.avapress.com/ps/news/183783
captcha