IQNA

دولسمشرۍپه انتخاباتوکې له بائیومیټرک سسټم څخه استفاده نه کول ددرغلیو لاره هواروی

16:05 - May 26, 2019
د خبر لمبر: 3482197
نړیواله ډله: ټاکل شوې ده،د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات له دوه ځله له ځنډیدو وروسته او د اتلسوکاندیدانو په سیالۍسره د راتلوتکی ستمبر په ۲۸نیټه ترسره کیږی .

تسنیم خبری آژانس راپورورکړی ، دافغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو یو شمیرکاندیدانو وئیلی دی،په انتخاباتو کې له بایئو میټرک سسټم څخه استفاده نه کول په راتلونکو انتخاباتو کې د درغلۍ زمینه هواروی چې باید مخه ئې ونیول شی .

دافغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو یوه کاندید نورالحق علومی وئیلی دی،له بائیو میټرک سسټم څخه استفاده دانتخاباتو یوقانون دی،پر دې اساس،باید د رای د ورکونکو دنامو په ثبتولو کې هم له دغې ټیکنالوجۍ استفاده وشی .

یوه بل کاندید عبدالطیف پدرام هم وئیلی دی ، که دکابل حکومت ددغه قانون داجرا لپاره هڅه ونه کړی ،نو انتخابات به په شفاف ډول ترسره نشی ..

همداراز دافغانستان دملی امنیت پخوانی سلاکار او دراتلونکو انتخاباتو بل کاندید حنیف اتمرهم ټینګارکړی،باید ددغه هیواد دولسمشرۍ په انتخاباتو کې د انتخاباتی اصلاحاتو درست وړاندیزونه په نظر کې ونیول شی . .

د افغانستان دانتخاباتو کمیشن په همداوروستیو کې له بائیو میټرک سسټم څخه له استفادې پرته د ولسمشرۍد انتخاباتو د ترسره کیدا داحتمال خبر ورکړی دی .ټاکل شوې ده،د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات له دوه ځله له ځنډیدو وروسته او د اتلسوکاندیدانو په سیالۍسره د راتلوتکی ستمبر په ۲۸نیټه ترسره کیږی .

http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i82420

captcha