IQNA

د کرامت په لسیزه کښې د پاکستانی خطاطی قرآنی آثارو نندارتون

23:53 - July 01, 2019
د خبر لمبر: 3482277
نړیواله ډله: د پاکستان د کراچۍ ښار اوسېدونکې د یوې هنرمندې ښځې قرآنی آثار د کرامت لسیزې په مناسبت سره نندارې ته وړاندې کړل.
د ایکنا راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان عمومي اړیکو نه په نقل، ادیبه خان، د کراچۍ ښار له خطاطی هنرمنده ښځو ده چې د ښځو ځانګړې نندارتون پیل کولو همغږۍ لپاره چې د حضرت فاطمه معصومه سلام الله علیها د زوکړې او د لور ورځ، په کراچۍ کښې د ایران کلتوری سازمان مشر بهرام کیان سره په ایران کلتوری سازمان کښې کتنه وکړه.
کیان دغه هنري نندارتون ته اشارې سره چې په ایران کښې پيل کېږي، وویل: د تاسې هنر ته توجه سره چې د قرآنی آیتونو خطاطی او انځورګرې په اړه دې، هیله لرم چې ډېر زر به د جمهوری اسلامی ایران په جشنوزمه او د قرآن کریم نړیواله نندارتون کښې د ستاسو د شتون شاهد وو.
هغه د کراچۍ  په ایران کلتوری سازمان کښې د حضرت فاطمه معصومه سلام الله علیها د زوکړې جشن پیل کولو ته اشارې سره دغه خطاطی هنرمندې ته په دغه مراسمو او هنري آثارو نندارتون کښې ګډون لپاره بلنه ورکړه.
ادیبه خان د کلتوری سازمان مشر نه مننې سره، د خپلو تېر هنري او په کراچۍ کښې د ایران کلتوری سازمان سره همکارۍ په اړه راپور وړاندې کړو او د نندارتون پيل کولو لپاره یی د خپلو خطاطی آثارو وړاندې کولو چمتووالی اعلان وکړو.
په اخیره کښې وټاکلې شوه چې د کال په دویمو شپږو میاشتو او د تعلیم کال شورو کېدو سره د انځورګری او خطاطی روزنو دوره د ایرانی او پاکستانی ښځو لپاره د دغه هنرمندې د څارنې لاندې پيل کېږي.
د کرامت لسیزه، د ذی العقده میاشتې لومړۍ لسیزه ده او شورو یی د حضرت فاطمه معصومه سلام الله د زوکړې سره شورو کېږي او د حضرت امام رضا علیه السلام د زوکړې ورځ سره تر پایی رسېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3823417
captcha