نړیواله ډله: د ایران د خارجه وزارت ویندوی سید عباس موسوی د دې خبرې په کولوسره چی تهران په سیمه کی له دننه د امنیت د ټینګولو غوښتونکی دی ، وویل د سیمې هیوادونه دې پوهه شی چی امنیت د اخیستلو ندې .
ښاغلی موسوی نن د داخلی او بهرنیو خبریالانو په ټول کی زیاته کړه ایران په سیمه کی د سولې ، امنیت ، ثبات او پرمختګ غوښتونکی دی او دا مسله له بهره په اخیستلو سره نه بلکې د سیمه ایزو ملګرتیاو له لارې رامینځته کیږی .
ښاغلی موسوی یمن ته د ایران لخوا د وسلو د ورلیږلو په هکله د عربستان د ادعا په ځواب کی وویل یمن تر سختې کلابندۍ لاندې دې او حتی هغو لپاره انسان دوستانه مرستې هم نشی ورلیږل کیدلې ، نو ځکه دا ادعاګانې له بیخه بی اساسه دی .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی د یمن له کړکیچه د عربستان د وتلو یوازنۍ لاره د اور بند منل او د یمن د کلابندۍ ختمول دی ، هیله څرګنده کړه چی له اوربند وروسته یمن ته د انسان دوستانه مرستو د ورلیږلږ لپاره لاره برابره شی .
موسوی د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه هم وویل ایران د امن او ثبات لرونکی افغانستان ملاتړې دې او د افغانستان د حکومت اوملت لخوا د انتخاباتو له کړچاره هم ملاتړ کوی .
ده جوته کړه په افغانستان کی د سولې او ثبات لارې چارې د هغو درستو ډلو او بهیرونو په شتون کی دی چی د مرکزی حکومت له لارې هغې پروسې ته ورداخل شی چی د سولې او ثبات سبب شی .
ښاغلی موسوی د ایران د برجامی ژمنود کمولو د دوام په بڼه کی له ایټمی موافقې د وتلو لپاره د اروپا د ګواښ په اړه د ګارډین ورځپاڼۍ د ادعا په اړه هم وویل ایران د ایټمی موافقې د ۲۶ او ۳۶ مادو په چوکاټ کی جبرانی اقدامات ترسره کوی نو ځکه د تهران په وړاندی د اروپا غبرګون باطل دی .