د ایکنا راپور له مخې، د آوا نه په نقل، نن ماسپښين شاوخوا یوه بجه د لوګر مرکز اړوند پل علم ښار د عبدالله ابن مسعود جامع مسجد دشمال دروازې مخې ته پرله پسې شپږ چاودنې شوي.د دې ولايت امنيتي چارواکي وايي چې تر دې دمه چاته پکې ځاني او مالي زيان نه دی رسيدلى او سيمه د ملي امنيت او ملي پوليسو له لوري کلابنده شوې.
https://www.avapress.com/ps/news/194547/