د ایکنا راپور له مخې، زمونږ خبریال راپور راکوی نن سهار په بادغېس کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د یوې ښځې په ګډون د پولیسو شپږ منسوبین وژل شوي دي.
د بادغيس د امنیې قوماندانۍ امنیتي امر سمنوال شېراقا الکوزي وویل چې نن سهار د دغه ولایت مرکز قلعه نو ښار په لاره کی د پولیسو د کاروان د تیریدو په لاره کی د ښخ شوی مایین په چاودنه کی ۶ پولیس مړه او ۴ هم ژوبل شوی دی .
د دغه راپور په اساس درې پولیسو هم په دایکندی ولایت کی د طالبانو په حمله کی وژل شوی دی . همداراز په بغلان ولایت کی هم د طالبانو په حمله کی د کابل پوهنتون یو استاد وژل شوی دې .
په عین حال کی د افغانستان دفاع وزارت نن په اورزګان ، غزنی ، لوګر ، وردک او هلمند ولایتونو کی د ۴۶ طالبانو د وژل کیدا او د داعش د ترهه ګرې ډلې د پټنځایونو د له مینځه وړلو خبر ورکړ .
https://parstoday.com